The news is by your side.

د نوي نسل مېډيا ته شديده اړتيا

خبريال وېبپاڼه:د نوي نسل مېډيا ته شديده اړتيا، په افغانستان کې د رسنیو فعاليت د طالبانو څخه وروسته يو مثبته لاسته راوړنه ده، رسنۍ پخپل پاک رسالت سره ددې سبب کېږي چې خلک د حکومت د کړنو او په هېواد او دنيا کې روانو حالاتو او پېښو په هکله خبر کړي ترڅو خلک خپلې پرېکړې په دقیق ډول ترسره کړي.

مګر په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت د خوښۍ وړ نه دی، يو د رسنيو پاليسي او د بل د فشارونو خبره ده.

د حکومت له لوري په رسنیو باندې فشار د خبريالانو نيول، په بېلابېلو نومونو د خبريالانو ګواښل د خبريالانو د ژوند په ساتلو کې غفلت او د ځينو سياسی موخو لپاره د نشراتو په هکله حکومتي فشارونه هغه مسايل دي چې رسنۍ یې ټپي کړې دي.

د بل لوري پخپله د رسنيو خپلې پاليسۍ دي، اوس په هېواد کې ډېری رسنۍ په ښکاره حقيقت نشي بيان کولی ځکه کېدی شي ځينې حقايق په حکومت بد ولګېږي او ځینې په طالبانو.

په تېرو دوه لسیزو کې ځینې رسنیو دومره بې مانا او تبلیغاتي خبريالي وکړه چې اوس ډېر وخت که رسنۍ حقايق هم خپاره کړي خلک يې جدي نه نيسي.

اوس وخت ددې را رسېدلی دی چې افغان ملت د نوي نسل مېډيا سره خپل مزل ته دوام ورکړي.

اوس داسې يوې مېډيا ته اړتيا ليدل کېږي چې حق ته حق، ښه ته ښه، وايی، په مالي ډول پخپلو سرچینو پخپلو پښو ولاړه وي او د چا په تبلیغاتي دستګاه باندې وانه وړي.

دا ډول يو مېډیا چې د يوې پېښې په هکله ښو ته ښه، بدو ته یې بد ووايي، یانې ښه يې ښه بيان کړي بد يې بد.

افغان خبريالان ددې وړتيا لري چې داسې يو مېډيا رامنځته کړي چې په هغه کې تل حق ته حق وويل شي، دا ډول یوه مېډيا کولی شي چې د ټولنې ته ټولو اقشارو کې خپل پلویان او تعقيب کوونکي پيدا کړي.

د بل لوري به خلکو ته دقیق معلومات رسېدلي وي، د مانيپولېشن د خلکو د اغیزمن کولو او تبليغاتو په دستګاه به رسنۍ نه وي بدلې شوې بلکې رسنۍ به خلکو ته موجودې پیښی او خبرونه ورسوي.

Comments are closed.