د افغان حکومت د هوايي ملاتړ غوښتنه او د هند ځواب
خبريال وېبپاڼه: د ډېفېنس پوسټ د راپور په بنسټ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنيف اتمر د خپل هندي سيال څخه غوښتي دي چې د افغان هوايي ځواک څخه ملاتړ وکړي.
په افغانستان کې د جګړو د زياتېدو او په فاحش ډول د ولایتونو سقوط حکومتي مشران دې ته مجبور کړي دي چې د خپلو یارانو دروازه ور وټکوي.
مګر هندي لوري د خپل سيال حنيف اتمر دغه غوښتنه ور رد کړې ده او ښاغلی اتمر يې بېنوا را لېږلی دی، د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د حنيف اتمر غوښتنه رد کړې ده او د افغان پوځ د هوایي ملاتړ څخه یې انکار کړی دی.
هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو سره پخپلو اتباعو غږ وکړ چې د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه باید فوراً ووځي، هند په افغانستان کې بدون له خپل سفارت څخه نورې ټولې قونسلګرۍ هم تړلې دي.
د هېواد په سراسر کې د جګړو د زياتېدو سره افغان هوايي پوځ په بې ساري ډول مشغول دی او هڅه کوي چې د ځمکني پوځ ملتيا وکړي، خو د امريکايي ځواکونو د وتلو او ورسره د قرارداديانو وتلو اوس د افغان هوايي ځواک د پالنې چارې هم ټکنۍ کړې دي او ښکاري داسې چې افغان هوايي ځواک به سختې ورځې په مخکې ولري.
هند تراوسه د افغان حکومت سره د نظامي وسایلو د جنګي هلیکوپترو په شمول د پام وړ مرسته کړې ده خو په مستقيم ډول يې بيا د افغان پوځ په ملاتړ په افغانستان کې نظامي اقدام ته زړه نه دی ښه کړی.
تر دې وړاندې د افغانستان د حکومت ځينې چارواکي د حمدالله محب په شمول مسکو ته هم تللي و او هلته د افغانستان سفير د روسیې څخه د وسلو رانیولو خبره هم کړې وه، خو په دې هکله هم کوم پرمختګ رامنځته نشو.
د جګړې د زياتېدو سره د يوه لوري افغان حکومت هڅه کوي چې د خپلو ځينې ملګرو هېوادونو څخه مرسته ترلاسه کړئ چې اوس ډېره ممکنه نه ښکاري د بل لوري بيا په داخل کې حکومت د پخوانيو زورواکو او مجاهدینو سره ناستې زیاتې کړې دي او هڅه کوي ددوی مرسته هم د ځان سره واخلي ترڅو د طالبانو د پرمختګ مخنيوی وکړي.
Comments are closed.