هغه سیمې چې طالبان يې امنیت تضمينوي
خبريال وېبپاڼه: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوی تيار دي په افغانستان کې د بهرنیو شرکتونو، بنسټونو، سفارتونو امنيت خوندي کړي.
مجتهد پخپل تازه بيان کې ويلي دي چې دوی به هر هغه څوک چې په يادو بنسټونو باندې حمله وکړيپه شديد ډول مجازات کړي.
په دغه مرکه کې وړاندې مجاهد وويل چې دوی د هېچا څخه د غچ او انتقام نيت نلري، ټول هغه کسان چې د بهرنیانو سره یې کار کړی، د افغان حکومت سره يې په نظامي او يا نورو برخو کې کار کړی دی هېڅ ډول ګواښ نشته ورته، ددوی له لوري ټول خوندي دي.
نوموړي وويل چې دوی په افغانستان کې د ټولو بهرنيانو مطلب ملکي بهرنیانو ساتلو ته ژمن دي او هېڅ يوه ته به يې هم زیان ونه رسوي.
مجاهد په داسې حال کې د غچ نه اخيستلو خبرې کوي چې تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شول چې طالبانو په کندهار ولایت کې ددوی له لوري ډاډه شوئ کسان بيا د خپلو کورونو څخه را وایستل او له منځه يې يووړل.
په داسې حال کې چې طالبان د بهرنيانو د ژوند په هکله خپل حساسيت بيانوي او هغوی ته ډاډ ورکړي خو د بل لوری بيا ددوی له لوري وروستي عمليات ددې سبب شوي دي چې ګڼ شمېر افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او پاتې نور د خپلو کورونو څخه کډه شي او په دې ناچاره مملکت کې بې سرپناه شي.
د چارو څارونکي وايي چې د بهرنیانو امنيت خوندي کول کومه ناسمه خبره نده خو مهمه داده چې ورسره بايد د افغانانو ژوند ته هم پام وشي چې په داسې حال کې چې د امريکايي ځواکونو بشپړ وتل د افغانستان څخه د پوره کېدو په حال کې دي په ښارونو د طالبانو درانه بريدونه ددې سبب شوي دي چې ددوی او افغان پوځ ترمنځ سختې جګړې رامنځته شي او بلاخره ښارونه په کډوالو بدل شي.
شننونکي وايي د طالبانو له لوري د ښارونو د نيولو لپاره دا ډول یو طرفه بريدونه چې په هر قیمت دوی د ښار نیول غواړي او د حکومت له لوري ړندې بمبارۍ ددې سبب شوې دي چې هېواد په سوریه بدل کړي، ښکلي ښارونه په کنډوالو بد شي، دا کار به افغان ملت هېڅکله هېر نکړي.
Comments are closed.