The news is by your side.

د نجيب الله علي خېل د کډوالۍ کېس

خبريال وېبپاڼه: څه موده کېږي چې د پاکستان په وړاندې د افغانانو غوسه تر بل هر وخت زياته شوې ده، له همدې کبله په ټولنيزو رسنيو کې افغانانو خپل يووالی رامنځته کړی دی او د پاکستان په وړاندې يې يو ځای غږ پورته کړی او په دې هېواد باندې يې د نړيوالې ټولنې له لوري د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په وړاندې د غوسې او نفرت څپه هغه وخت يو ناڅاپه طوفاني شوه کله چې په دې هېواد کې د افغان سفير لور وتښتول شوه او له سخته شکنجه کېدو وروسته بيا پرېښودل شوه.

د پېښو په دې لړۍ کې ډېری افغانانو د خپل سفير سره خواخوږي وښوده او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې ټول افغان ملت يې ترڅنګ ولاړ دی او دا ظلم د ټولو افغانانو سره ظلم دی.

په دې حال کې د افغانستان حکومت هم خپل غبرګون وښود او د احتجاج په ډول یې ددې هېواد څخه خپل سفیر را وغوښت خو د حيرانی ځای دی چې زموږ سفير ددې په ځای چې کابل ته راشي مستقيم ولاړ ترکیې ته.

اوس بيا ښاغلي نجيب الله علي خيل بېخي د ترکيې د پرېښودو نیت کړی دی او په کاناډا کې یې خپل کېس اچولی دی او غواړي چې د خپلې کورنۍ سره يو ځاي کاناډا ته ولاړ شي.

د ښاغلي سفير باقي کډه او بار دوړ هم تېره ورځ د تورخم له لارې هېواد ته راغلی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی د يوې ورځې لپاره هم هېواد ته راتلل نه تحمل کوي له دې څخه ډېر ښه پوهېدئ شو چې ولې په یوه ورځ کې دوه درۍ ولايتونه سقوط کوي.

د يوه سفير لور تښتول او شکنجه کول د يوه هېواد په هکله د کوربه هېواد نيت او ارزښت ښکاره کوي، په لوی لاس په پاکستان کې د افغان سفير سپکاوی وشو ورسره د افغانستان سپکاوی وشو او ښاغلی سفير تر هرڅه وړاندې د خپل کېس په غم کې ورک شو.

د بل لوري په حساس وخت کې په پاکستان افغانستان خپل سفیر نلري، په دې هېواد کې د موجود حالت څخه د هېواد په ګټه هیڅ ډول استفاده نه کېژي، او سفارت هلته شنډ پروت دی.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم پخپلو ټاکنو او انتخابونو کې د ډيپلوماسۍ تاريخ ورشرماوه، هغه یې په امريکا کې سفيره وه چې څو متره دېوال یې په ميليونو ډالرو حساب کړ ستر فساد يې وکړ او اوس لا هملته پرېوته او هېواد ته د راتللو یې انکار وکړ.

اتمر صيب فکر کاوه چې دا سفيران به دده لپاره هغه لابي وکړي،‌ د حالاتو څخه د افغان چارواکو بې منطقه محاسبه نه ددې سبب شوې ده چې افغانستان د جګړې او ډيپلوماسۍ په دواړو ډګرونو کې درنه بيه ادا کړي.

Comments are closed.