The news is by your side.

طالبان وايي حکومت یې دا مهم وړاندیز رد کړی

خبريال وېبپاڼه: د څو هېوادونو د ګډې غونډې وروسته د طالبانو وياند ډاکټر محمد نعيم ويلي دي چې دوی اوس هم د سولې خبرو ته ژمن دي.

په‌ دغه غونډه کې ملا برادر د طالبانو په استازيتوب ويلي دي چې په کابل کې د سولې اراده نشته ده او د کومې ورځې چې د سولې خبرې پيل دي نو په مستقيم او غیرې مستقیم ډول د حکومت له لوري د سولې د روانو خبرو مخالفت کېږي.

ملا برادر غوندې ته په وينا کې وويل چې د دری مياشتيني اورکم طرحه دوی برابره کړې وه چې په اساس به يې دوی د هېڅ ولايت په مرکز او ولسواليو باندې هم حملې نکوي، ځانمرګي بریدونه به نکوي او ددې په بدل کې به افغان حکومت ددوحې د تړون پاتې مادې هم عملي کوي.

وړاندې برادر وايي چې له بده مرغه افغان حکومت ددوی له لوري دغه وړانديز رد کړ او د هو ځواب يې ورنکړ.

په دې ګيله منه وينا کې وړاندې دده وويل چې په لومړیو کې د پينځو زرو بنديانو د خوشي کولو خبره وه چې د تړون په اساس بايد‌په لسو ورځو کې حل شوې وای وروسته بین الافغاني خبرې پيل شوې وی خو افغان حکومت په بېلابېلو بهانو پکې شپږ مياشتې ځنډ رامنځته کړ.

ده وړاندې وويل چې د طرزالعمل په خبره هم افغان حکومت دری مياشتې ځنډ رامنځته کړ.

په داسې حال کې چې طالبان د يوه سره ټوله پړه په افغان حکومت واچوله، خو حکومت بيا وايی چې دوی پینځه زره طالب بندیان آزاد کړل مګر هغوی ټول بېرته د‌جګړې ليکو ته ولاړل.

د افغان حکومت وياندويان استدلال کوي چې دوی د سولې لپاره قربانۍ ته اوس هم چمتو دی خو طالبان بايد د ځینو ارزښتونو په منلو او عملي کولو باندې توافق ورسره وکړي د مثال په ډول ولسمشر غني تيار دی چې واک پریږدي خو ددې په بدل کې طالبان بايد ټاکنې په افغانستان کې د يو اصل په توګه ومني او په هېواد کې ټاکنې وشي او د ټاکنو له لارې ولسمشر وټاکل شي.

Comments are closed.