The news is by your side.

د غني څخه د امريکا فوري غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: تېره شپه د امریکا د متحده ايالاتو ددفاع او بهرنيو چارو وزیرانو د ولسمشر غني سره خبرې وکړې.

په لومړیو کې معتبرې ورځپاڼو خبر ورکړ چې امريکايي چارواکو له اشرف غني څخه استعفا غوښتې ده، وروسته بيا د امريکا د حکومت له لوري دا خبر در شو.

ښکاري داسې چې ولسمشر غني او امريکا پخپلو خبرو کې په کومه معامله یا پریکړه سره صلا نشول، ویل کېدل چې امريکايي چارواکو د ولسمشر غني د استعفا او انتقالی حکومت د رامنځته کېدو په صورت کې به طا لبان د شپږو مياشتو لپاره اوربند ومني.

ايا طالبان به د ولسمشر غني استعفا ومني؟

په لوی احتمال اوس نو ناوخته دی، که څه هم داسې نه ښکاري چې ولسمشر غني دې استعفا ته غاړه اېښي وي مګر له دې ساعت ورورسته چې ۱۷ ولایتونه د طالبانو په لاس کې دي او هره ورځ دوه او دری ولایته سقوط کوي د غني استعفا نور کومه مانا نلري.

پيکه دریځ

ولسمشر غني فرصت درلود چې د دوحې د تړون په وړاندې واضح دريځ ونيسي او دغه تړون د خپل طرفه رد‌کړي، مګر ولسمشر غني عجيب او غريب دريځ درلود.

د یوه طرفه یې دا تړون مانه او د بل طرفه یې نه مانه، د یوې خوا یې پينځه زره بندیان خوشي کړل ددې تړون په اساس یې خبرې پيل کړې د طالبانو سره او د بل لوري یې بيا ددې تړون په وړاندې منفي تبليغات شروع کړل او ويې ويل چې واک خو بدون له ټاکنو نه پرېږدي.

په تړون کې اساسی ټکی د نوي حکومت جوړېدل و، نوی ټول شموله حکومت، که ولسمشر غني دا ماده نه منله نو بايد د یوه سره یې ددې تړون د رد اعلاميه خپره کړې وی.

امريکا ځان باسلی

اوس چې غم افغانانو ته پاتې دی امريکا صرف په اعلاميو بسنه کوي او طالبان په چټکۍ ښارونه لاندې کوي، حکومت بيا د ورځې د دوه دری سوه طالبانو د وژلو خبره کوي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پخپله تازه وينا کې هم غني ته د ملاتړ ډاډ ورکړي دی خو خدای دا خبر چې دا ملاتړ کومې ورځې ته په تمه دی چې د هېواد تر نيمايي زيات ولايتونه سقوط شول.

خبر او نظر/ حميدالله لیوال

Comments are closed.