fbpx

پاکستانۍ لوبډله ناتوانه ده یوځل بیا په ګونډو شوه

تېره شپه د جنورۍ په ( ۳۰) مه نېټه د جنوبي افریقا او پاکستانۍ لوبډلې ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ برخلیک ټاکونکي لوبه د جنوبي افریقا په ګټه پای ته ورسېده له دې وړاندې دوه جنوبي افریقا او دوه پاکستان ګټلې وې خو وروستۍ یې افریقا وګټله او لړۍ هم د ټېسټ سیالیو په څېر په خپل نوم کړه.

په وروستۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د( ۸) لوبغاړو په سوځېدو سره د (۲۴۱) منډو هدف جنوبي افریقا ته وټاکه.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې ډېرې منډې فخر زمان تر وروستیو ناسوځېدلی پاتې شو نوموړي(۷۰) منډې جوړې کړې همداراز عماد وسیم بیا (۴۷) منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا لپاره په توپ اچونه کې فېلېک وایو دوه لوبغاړي همداراز پریټوریوز دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ د ډیل سټېن په ګډون دوه نورو لوبغاړو یو یو لوبغاړی وسوځوه.

جنوبي افریقا د پاکستانۍ لوبډلې د (۲۴۱) منډو هدف په (۴۰) اورونو کې د ( ۳) لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ. په توب وهنه کې کوېنټن ډیکوک۸۳) منډې همداراز فاف ډوپلیسي هم (۵۰)ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او سیالي یې وګټله.

په توپ اچونه کې پاکستانۍ لوبډلې لپاره عثمان شینواری، محمد عامر او شاهین شاه افریدي یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي جنوبي افریقا په( ۷) ویکټو وګټله چې په دې سره یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ هم درې پر دوه وګټله له دې وړاندې په ټېسټ سیالیو کې هم درې پر صفر پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړې وې.

د یادونې ده چې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو وروسته به د شل اوریزو سیالیو لړۍ هم د فبروۍ په لومړۍ نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ سبا پیل شي.