The news is by your side.

د ولسمشر غني وروستۍ هيلې ته د جوبایډن ځواب

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د امريکايي ځواکونو د چټک وتلو په هکله ګيلې ګرمې دي او د ډېری ولایتونو سقوط په دې پورې تړل کېږي چې پوځ روحیه له لاسه ورکړې ده تازه د امريکا ولسمشر جوبایډن پخپلو څرګندونو کې ويلي دي چې که چېرې پخپله افغان حکومت او پوځ د ځان ددفاع وس نلري نو که امريکا پينځه يا لس کاله نوره هم هلته پاتې شي پايله به یې همدا وي.

ولسمشر غني تېره اونۍ وويل چې د ولايتونو د چټک سقوط او نا امنۍ د زياتېدو سبب په ناڅاپي ډول د امريکايي ځواکونو وتل دي، ده ژمنه کړې وه چې په شپږو مياشتو کې به د هېواد حالت د حکومت په ګټه بدلون کوي، هغه د يو لړ پخوانيو جنګ سالارانو سره خبرې اترې پيل کړې او هغوی ته یې د وسلو او مهماتو د ورکړې ژمنه وکړه.

مګر تېره ورځ د طالبانو له لوري د اټکل څخه لرې پرمختګونه وشول او د افغانستان تر ټولو مهم ښارونه بلخ او ننګرهار یې ونيول، يوازې بلخ او ننګرهار نه، بلکې ورسره کونړ، لغمان، دايکندي او فارياب ېې هم پخپل کنټرول کې راوستل.

له دې پرمختګ وروسته ځینې بهرنیو خبریالانو او فعالينو په امريکا باندې نیوکې پيل کړې، په امريکا نيوکې ددې کبله زياتې شوې چې د افغانستان څخه یې خپل ځواکونه په داسې حال کې و ایستل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ توافق نه و شوی او جګړې دوام درلود.

له دې څرګندونو، نيوکو او د افغانستان د حالت وروسته د امريکا ولسمشر جوبایډن په یوه وينا کې وويل چې د افغانستان مشران او دفاعي ځواکونه بايد د خپل هېواد ساتنه وکړي او که دوی دا ساتنه نشي کولای نو د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل به هلته پايله بدله نکړي، جوبایډن وويل چې که امريکا هلته پینځه يا لس کاله نوره هم پاتې شي پايله به بيا همدا ډول وي.

د چارو شننونکي وايي چې د اوسني وضعيت لامل پخپل د افغان حکومت مشران دي، د حکومت مشران کاملا د خپلو غوړه مالانو له لوري په صفتونو او ستاينو نشه و د ولس سره یې اړیکې پرې کړې وې او فکر یې کاوه چې ملک کې هرڅه سم روان دي.

له همدې کبله یې د حالاتو مطابق کومه تګلاره نه درلوده د ځمکنيو واقعیتونو څخه بې خبره و او په پايله کې يې وليدل چې نه يوازې د طالبانو دښمني په غاړه لري بلکې ولس هم نور ورسره په تنګ دی.

Comments are closed.