The news is by your side.

تېره ورځ د استعفا څخه د غني د په شا کېدو مهم راز

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د حکومتي سرچينو له لوري اعلان وشو چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني به په يوه نيمه بجه باندې ملت يوه مهمه وينا وکړي، خو لکه څنګه چې د ملت تمه وه ولسمشر غني داسې کوم خاص څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د سياسیونو او نړيوالو ملګرو سره په مشورو بوخت دی او په لنډ وخت کې به خپله پريکړه اعلان کړي.

د ولسمشر غني د وينا څخه وړاندې هغه ته ډېرو نېژدو کسانو دا منلې وه چې ولسمشر غني استعفا کړې ده، مګر کله چې ولسمشر غني وينا پيل کړه نو دا ډول هیڅ هم نه و او هغه خپلې استعفا په هکله څه ونه ويل بلکې د پوځ د انسجام په هکله يې خبرې وکړې او زياته یې کړه چې نه غواړي وينه تويونه دوام وکړي.

دا خبره ډېره قطعي ښکارېده چې ولسمشر غني به استعفا کوي، اوس هم معتبرې سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وايی چې ولسمشر غني خپله استعفا هغه مقتدرې شورا يا ټيم ته سپارلې ده چې نن به دوحې ته ولاړ شي او هلته به د طالبانو سره د واک د انتقال په هکله خبرې وکړي.

مګر دا چې تېره ورځ ولې ولسمشر غني استعفا ونکړه د یو لړ مسايلو سپيناوی پاتې و، تېره ورځ د واک د انتقال او د ځای ناستي په هکله هېڅ پرمختګ نه و شوی او حکومتي لوړ پوړو چارواکو هم ويل چې واک بايد يو انتقالي حکومت ته وسپارل شي، نو له همدې کبله غني پرون د خپلې وينا په مهال خپله استعفا اعلان نکړه.

مګر د ورځې په ختمېدو د طالبانو چټک پرمختګ د مطلق اکثریت ولایتونو سقوط د طالبانو له لوري د کابل مطلقه محاصره ددې سبب شوه چې غني او سياسیون د انتقالي حکومت په نوم او يا هم په مستقيم ډول طالبانو ته بشپړ واک انتقال کړي.

معتبرې سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وايی چې واک به طالبانو ته انتقال کېږي، د مراسمو او نورو مسايلو په هکله تراوسه دقیق څه نه دي ويل شوي خو څه چې نور قطعي ده هغه د ولسمشر غني استعفا او د واک انتقال دی.

ليکوال؛ سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance