The news is by your side.

طالبانو د رسنيو په هکله يو ډېر مهم بیان خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: د رسنیو په هکله د طالبانو له لوري مهم بيان؛طالبانو په کندهار ولایت کې کېبل چينلونو ته د نشراتو ته اجازه ورکړه، دوی صرف يادونه کړې ده چې هغه چينلونه بايد نشرات ونکړي چې د ټولنې په زیان وي او ډېر فحش نشرات کوي.

په همدې حال کې طالبانو ټولو افغاني تلويزونونو ته د فعاليت اجازه ورکړه او ورسره زياته يې کړه چې د افغاني دودونو مطابق دې نشرات وکړي او د ټولنې په وړاندې دې د زهرجنو نشراتو چلولو ته هم زړه نه ښه کوي.

وروسته له هغه چې په کندهار باندې د طالبانو د حاکميت څو ورځې تېرې شوې طالبانو رسنیو ته ډاډ ورکړی چې خپل نشرات پيلولی شي، تر دې وړاندې طالبانو په همدې ولايت کې د ځينو پېښو د تحقيق لپاره هم د رسنیو خبريالانو او کار کوونکو ته بلنه ورکړې وه.

په هرات ولايت کې هم دغه ډلې رسنیو ته دفعاليت اجازه ورکړې ده او رسنۍ یې دعوت کړې دي چې له سیمې يې ليدنه وکړي او د خلکو ژوند او شرايط وويني.

د رسنیو په هکله د طالبانو وياند په یوه ځانګړې مرکه کې نن د بي بي سي خبريالې يلدا حکیمي ته هم وويل چې دوی د بيان ازادۍ ته درناوی لري او ټول افغانان کولی شي چې ددوی په اقتدار کې په هرچا نیوکه وکړي او نقد يې کړي.

د بل لوري تېره ورځ په کندهار ولایت کې د طالبانو والي حاجي وفا هم خلکو ته ډاډ ورکړی و چې دوی د رسنیو فعاليت د بيان ازادۍ ته درناوی لري او په دوی باندې به کومه پابندي شتون ونلري.

که څه هم اوس هم يوه اندازه وېره شتون لري چې طالبان به په رسنیو ځینې محدودیتونه وضع کړي خو دغه ډله وايي چې د افغانستان د دودونو په رڼا کې، د افغانستان د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو د مراعت کولو په صورت کې ټولو رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکوي او په وړاندې به یې هېڅ ډول مزاحمت شتون ونلري.

په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې د ځينو نيمګړتياوو او ناسمو استفادې سره سره بيا رسنیو وده کړې ده او د خبر رسونې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

لیکوال؛ سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.