The news is by your side.

د ملي خاين له لوري د هېواد سره وروستی خیانت

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني صرف څو ورځې وړاندې په يوه تلويزوني پروګرام کې د افغانستان د خپلواکۍ سردار غازي امان الله خان د افغانستان څخه تښتېدلی ياد کړ او ویې ويل چې غازي امان الله د افغانستان څخه وتښتېد او خلک یې يوازې پرېښودل خو زه به دا کار ونکړم او وبه نه تښتم.

مګر نن يې په داسې حال کې د هېواد څخه تېښته وکړه چې په اوږه یې يو تاریخي مسولیت درلود او هېواد یې بدون له کوم موقتي مدير څخه پرېښود او وتښتېد.

يو نيم کال یې استعفا نه ورکوله او کله چې یې ورکړه بيا یې سمدلاسه پښې سپکې وکړې او هېواد یې بې سرپرسته پرېښود، يو نيم کال یې استعفا نه کوله وايی لومړی باید د ټاکنو له لارې زما ځای مالوم شي خو اخر یې داسې استعفا ورکړه چې ۲۰ ساعته منظر نشو چې چارې يو موقتي حکومت ته وسپارل شي، يو نيم کال یې د سولې هر ډول مخالفت په دې نوم وکړ چې که استعفا ورکړي د واک انخلا رامنځته کېږي اوس یې په داسې حال کې استعفا ورکړه چې په هېواد کې يوه ورځ هم نور پاتې نشو او وتښوه، او په کابل کې همدا اوس ځای ځای د خلکو چور کول پیل شوي دي.

د کابل له ډېرو سيمو پوليس تېښتېدلي دي او ښار بدون له کوم مسول څخه پرېښودل شوی دی، داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې د خلکو موټر درول شوي او ځینې غله او چپاولګر ورڅخه پيسې اخلي.

مارکېټ کې بيه آسمان ته ختلې دي، د افغانۍ ارزښت په تاريخي لحاظ ټيټ شوی دی، ځینې خلک خپلې قصدي عقدې او دښمنۍ سړوي او د انخلا څخه په استفادې خلک وژني.

ددې هرڅه مسول د غني تېښته ده، ددې په ځای چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې واک طالبانو ته په سوله ايز ډول وسپاري د هېواد څخه ووت او تېښته يې وکړه.

دا د افغانستان د اشرف غني وروستی خيانت و او ملک یې په ترټولو نازک حالت کې د پاڼ په غاړه پرېښود، که څه هم خلک نور خوشبخين دي چې له دې ستر خاين څخه خلاص شو مګر په دې ورځو کې دده د وروستي خيانت له وجې ډېر کړاو سره مخ شول.

ليکوال: سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.