The news is by your side.

د ترکیې او پاکستان نوی پلان

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان صدراعظم عمران خان پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې د ترکیې او طالبانو د مخامخ ناستې امکانات به برابر کړي، ترڅو د کابل د هوايي ډګر د ساتنې په هکله ددوی دواړو ترمنځ ګډه فيصله وشي.

د بل لوري د انقرې له لوري د کابل د هوايي ډګر په ساتنې باندې زيات ټينګار هم ځینې پوښتنې را پیدا کړي دي، طالبانو په ښکاره دا خبره څو ځل تکرار کړه چې د ترکیې په شمول د هېڅ نوم لاندې به د بل هېواد پوځیانو ته په افغانستان کې اجازه ورنکړي.

طالبانو انقرې ته په ښکاره ويلي و چې که چېرې ترکان د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شي نو د اشغالګرو په شکل چلند به ورسره وشي او دوی به هدف وګرځوي، خو ددې هرڅه سره سره بيا هم تېره اونۍ د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار يوې غونډې ته د وينا په مهال وويل چې دوی هم دا وړانديز لري چې د کابل د هوايي ډګر چارې پخپل لاس کې واخلي.

د ترکانو دا ټينګار د انسان سره خامخا پوښتنې را پیدا کوي، د ترکيې په رسنیو کې ځینې شننونکي د هوايي ډګر کنټرول ددې لپاره غوره بولي چې په دې هېواد کې موجود افغان کډوال به په راحتۍ سره بېرته افغانستان ته انتقال کړي.

ځينې نور بيا په افغانستان کې د ترکې د اغیز د زياتېدو لپاره دا کار اړين بولي، يوه ډله شننونکي بيا په دې فکر دی چې د افغانستان څخه بايد ټول ترکي پوځيان ووزي او هلته صرف ديپلوماتيک بنسټونه پاتې شي کوم چې طالبان غواړي.

ترکیه په دې اړوند د پاکستان څخه هم مرسته غواړي، ترکي چارواکي د قطر او پاکستان سره ښې اړیکې لري او ددې دواړو هېوادونو څخه غواړي چې د طالبانو سره د خپلو اړيکو په ګټه اخيستنې طالبان دې ته وهڅوي چې د کابل د هوايي ډګر د ساتونکو په توګه ترکي پوځیان ومني.

خو خبريال وېبپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې د ترکیې په مکرره غوښتنه بيا هم طالبانو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره په دې اړوند د ليدنې غوښتنه رد کړی ده.

Comments are closed.