The news is by your side.

چین د طالبانو د حکومت په اړوند مهم بيان خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له کابل څخه وتښتېد او طالبانو د کابل کنټرول پخپل لاس کې واخیست ځينو هېوادونو د طالبانو سره د خپلو اړیکو په هکله د خپلو دریځونو څخه پرده پورته کړه، تراوسه بريتانيا، پاکستان او چين د خپلو لوري څخه ځینې څرګندونې ترسره کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوی د طالبانو سره دوستانه اړيکو پاللو ته چمتو دي، چین په‌داسې حال کې د طالبانو سره د ګرمو اړيکو پاللو ته تياري ښيي چې طالبانو تېره شپه د ټولې نړۍ سره د مثبتو اړيکو د غوښتنې ارزو بيان کړه.

د بهرنيو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي چې طالبان د چين سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي او دا یې دوی ته څو ځله بيان کړې ده، د چين د بهرنيو چارو وزارت ددې خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي دي چې طالبان هيله لري چې چين د افغانستان په بيا رغونه کې برخه واخلي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راځي چې چين یې هرکلی کوي، چين د افغانستان د خلکو له لوري ددې خپلواۍ کې خپل سرنوشت پخپله وټاکي درلودلو ته درناوی لري او د افغانستان سره دوستانه اړيکې غواړي.

چین د طالبانو څخه په عین حال کې غوښتي دي چې د افغانستان د خلکو او د بهرنيانو امنيت خوندي کړي، چین په طالبانو غږ کړی دی چې هغه ژمنه دې پوره کړي چې ويلي يې و چې په واک به په سوله ايز ډول ترلاسه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قريشي نن پخپل یوه بيان کې وويل چې وخت يې راشي نو د طالبانو رژیم به په کابل کې په رسمیت وپیژني، پاکستان په داسې کې د طالبانو رسميت د وخت سره مشروط کوي چې د طالبانو ډېری مخالفې څیرې همدا اوس دې هېواد ته تللې دي.

د چين او پاکستان هخوا د بریتانیا صدراعظم جان بوريس بیا ويلي دي چې سمدلاسه او په ناسمو شرايطو کې دې د نړۍ هېڅ هېواد هم طالبان په رسمیت باندې نه پېژني.

تېر ځل چې کله طالبانو واک ترلاسه کړی و نو پاکستان او عربي متحده اماراتو طالبان په چټکۍ سره په رسمیت وپیژندل او د نورې نړۍ سره یې اړيکو وخت ونیوه چې دا اړیکې هېڅ پراخه هم نشوې.

ليکوال: سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.