The news is by your side.

د دوستم او عطا نور د سرنوشت په هکله مهم خبر راغی

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان دوه مشهور زورمندان او جنګ سالاران عطا محمد نور او جنرال دوستم د طالبانو له وېرې ازبکستان ته تښتېدلي دي، دوی د طالبانو سره د جګړې ټټر وهلی و خو د جګړې د پيل وروسته يې پښې سپکې کړې او ازبکستان ته وتښتیدل‌.

تازه طالبانو ته نېږدې څېرو ويلي دي چې ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د طالبانو سره توافق کړی دی چې د افغانستان مخالفینو ته به پخپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

يادو څېرو دا هم ويلي دي چې دواړو عطامحمد نور او جنرال دوستم د طالبانو سره د بېلابېلو چينلونو له لارې اړیکې نيولې دي او هيله يې څرګنده کړې چې د خونديتوب او امنيت د ډاډ د ورکولو په صورت کې غواړي بېرته افغانستان ته راشي، ويل کېږی چې طالبانو يادو جنګ سالارانو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د راتګ او تسليميدو په صورت کې به طالبان لکه د نورو پخوانيو چارواکو ددوی امنيت هم وساتي.

تراوسه په دې اړوند د طالبانو له لوري رسمي دریځ نه دی اعلان شوی چې ايا دوی په ريښتيا د افغانستان د شمالي ګاونډيانو سره د مخالفينو د تبادلې کوم تړون لاسليک کړی دی او که نه، د بل لوری بيا طالبانو همېش په خپلو ویناوو کې ويلي دي چې د افغانستان خاوره به څوک د کوم بل هېواد په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو په ضد ونه کارول او همدا تمه د ګاونډیو هېوادونو څخه هم لري.

د طالبانو يوه ډوله نور مشهور مخالفين احمد ضيا مسعود، محمد محقق، يونس قانوني، احمد ولي مسعود، لطيف پدرام بيا پاکستان ته ځان رسولی دی او ځانونه یې د طالبانو څخه ژغورلي دي، که څه هم پاکستاني چارواکي وايي چې ياد طالب مخالف سياسیون او جنګ سالاران د غونډې او ليدنو لپاره هلته تللي دي مګر دوی په هغه ورځ ولاړل چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد او دا یوه تېښته او پناه وړل و.

په داسې حال کې چې د طالبانو له لوري د کابل د نيولو وروسته حامد کرزی، ګلبدین حکمتیار او ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې و نور ډېری سياسیون د هېواد څخه تښتېدلي و او بېلابېلو هېوادونو ته یې پناه وروړې وه.

Comments are closed.

koi finance