The news is by your side.

د طالبانو د رسميت پېژندلو اړوند د ترکيې مهم بيان

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې طالبانو کابل او ټول افغانستان پخپل ولکه کې راوستی دی خو دوی بيا هم تراوسه په افغانستان کې خپل رسمي حکومت نه دی اعلان کړی، طالب مشران وايي چې په دې اړوند د ټولو لوريو سره خبرې اترې روانې دي او زر به په دې هکله يوه پرېکړه وشي، دا چې د شلو کالونو وروسته طالبانو په افغانستان کې نظامي بريا خپله کړه اوس نو ترټولو زيات تشويش د نړيوال مشروعیت په هکله دی.

تېره ورځ د چين، پاکستان او سعودي عربستان بيانونه راغلل تازه اوس په دې اړوند د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو هم يو بيان خپور کړی دی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې د طالبانو له لوري تراوسه ورکول شوي پيغامونه مثبت دي، ده زياته کړې ده چې دوی حالات له نېږدې څاري او د ټولو لوريو سره يې خبرې روانې دي.

دا چې ترکیه په سيمه کې يو قوي هېواد دی او په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول په اسلامي او هغه هېوادونو چې په قوم ترک دي ژور اغیز لري نو د طالبانو لپاره ددوی له لوري په رسميت پېژندل ډېر زيات مهم دي، طالبانو هم بار بار په دې ټينګار کړي دی چې د ترکیې سره دوستانه او د ورور ګلوۍ اړیکې غواړي.

تر ترکیې وړاندې چين هم اعلان کړی و چې د طا لبانو سره دوستانه اړيکو پاللو ته تيار دي خو د طالبانو څخه يې غوښتي و چې واک په سوله ايز ډول ترلاسه کړي او په عين حال کې داسې يو حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې خپل ځان وويني، تر دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي و چې چين هېواد اعلان کړی دی چې که طالبان په افغانستان کې واکمن شي نو دوی به یې په رسميت وپيژني.

پاکستان هم تېره ورځ اعلان وکړ چې وخت يې راشي نو طالبان به په رسميت وپيژني، د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر شا محمود قريشي دا ونه ويل چې دا وخت به کله وي خو همدا اوس اسلام اباد د طالبانو د تښتېدليو مخالفينو کوربه دی.

Comments are closed.