ملا برادر له دوحې دکندهار په لور
خبريال وېبپاڼه: طالبانو ته نېږدې سرچينو خبر ورکړی دی چې ددې ډلې مرستيال مشر ملا برادر کندهار ته په سفر روان شوی دی.
که څه هم په دې اړوند تراوسه پورې نور دقیق مالومات نشته خو ويل شوي چې ملا برادر به له کندهار وروسته د کابل په طرف ولاړ شي او هلته به يو لړ ليدنې ولري.
په داسې حال کې چې نن په کابل باندې د طالبانو د واک دریمه شپه ده خو د کابل د نوي حکومت په اړوند کوم ستر حرکت نه و ترسره شوی، که د يوه لوري غوښتنه کېږي چې طالبان باید ژر مسول حکومت اعلان کړي د بل لوری څارونکي وايي چې دا دومره د بېړې کار ندی د نړیوال مشروعیت او پراخ ټول شموله حکومت لپاره يو لړ مشورو ته اړتيا ده.
معتبرو رسنيو سهار داسې خبرونه هم خپاره کړي و چې د طالبانو د دوحې د دفتر غړی او د ارشاد او دعوت د کميسيون مشر مولوي امیر خان متقي بېګاه کابل ته راغلی و او سهار یې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او د ملي پخلاينې د شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره ليدلي دي، مګر په رسمي ډول دا خبر تراوسه پورې د طالبانو وياندويانو ندی خپور کړی.
د بل لوري نن ورځ دا تمه هم وه چې د کابل څخه به حامدکرزی، ګلبدين حکمتيار او ډاکټر عبدالله عبدالله به نن دوحې ته ولاړ شي مګر وروسته خبر خپور شو چې ددوی سفر ځنډول شوی دی، دغه دریو مشرانو څو ځله دوحې ته د سفر قصد وکړ خو د بېلابېلو سببونو له کبله دغه سفر ځنډېدلی و، اوس کېدی شي چې نور افغان سياسیون دوحې ته ولاړ شي او د طالبانو او سياسیونو ترمنځ په کابل يا کندهار کې خبرې اترې وشي.
د چارو ځينې شننونکي وايي چې ژر بايد حکومت جوړ سي، لارې پرانیستل شي، سيستمونه بېرته کار پيل کړي ترڅو افغانانو ته نور مالي زيانونه ونه رسېږي، خو ورسره ځینې پوهان بيا وايی چې د نړيوالو سره د ښو اړیکو لپاره او په هېواد کې په راتلونکي کې د ستونزو د مخنیوي لپاره پکار ده د حکومت تر اعلانېدو وړاندې د طالبانو سره ټول لوري خبرې او توافق وکړي.
ليکوال: سيد جمال ابراهیمي
Comments are closed.