The news is by your side.

د طالب وياند د وينا مهم ټکي

خبريال وېبپاڼه: وروسته د شکلو کلونو په لومړي ځل د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد مخامخ د رسنیو په وړاندې راڅرګند شو او د روانو حالاتو په هکله یې مهمی څرګندونې وکړې.

ذبیح الله مجاهد د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ګڼو خبريالانو په وړاندې پخپله وينا پيل وکړ او د افغان ملت ته یې ډاډ ورکړ چې په لنډ وخت کې به د نوي حکومت په هکله مشورې او خبرې پای ته ورسېږي او یو نوی حکومت به اعلان شي، مجاهد د موجودې نسبي ګډوډۍ او د قدرت د تشې سبب پخوانی حکومت وباله او ویې ويل چې دوی نیت درلود کابل ته د يوې سياسي هوکړې له طريقه راشي مګر د پخواني حکومت مشرانو دا کار ونکړ او د توافق خلاف عمل يې وکړ او په هېواد کې د قدرت خلا رامنځته شوه.

مجاهد د بيان د ازادۍ په هکله هم مهمی خبرې وکړې، نوموړي وویل چې د اسلامي اصولو اود افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو د مراعات کولو، د خپلې خپلواکۍ په ساتلو سره رسنیو دا اجازه ورکوي چې فعاليت وکړي د دوی کړنې نقد کړي نیوکه وکړي، تر دې وړاندې سهيل شاهين د طالبانو د سياسي دفتر وياند هم د رسنیو د ازادۍ په هکله ويلي و چې د داسې رسنيو ملاتړ کوي چې هدف یې د شخصيت ترور نه وي بلکې خپلواک نشرات ولري.

ذبیح الله مجاهد د افغانستان د بیرغ د مسلې په اړوند وويل چې په موجود جنګي حالت کې کېدی شي ځینې ځايونه بيرغ را ښکته شوی وي( مطلب يې د افغانستان دری رنګه بیرغ و) خو په ټوله کې به د نوي نظام او حکومت له مشخص کېدو وروسته په دې هکله خبره کېږي، د نوي نظام په هکله خبرې روانې دي او په پايله کې به‌ د بيرغ مسله هم روښانه شي.

د ښځو د تعليم او کار په هکله هم طالب وياند مهمې څرګندونې وکړې، نوموړي وويل چې د ښځو لپاره مساوي حقوق مني خو دا هرڅه به د اسلامي ارزښتونو د مراعت کولو سره وي، ده وويل چې ښځې کولی شي لوړې زده کړې وکړي، کار وکړي خو د حجاب او اړينو ارزښتونو د مراعت کولو سره.

ذبیح الله مجاهد پخپله وينا کې وويل چې دوی په داسې يو حکومت کار کوي چې ټول پکې خپل ځان وويني، د هېواد څخه د ځينو افغانانو د تېښتې اړوند یې وویل چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوه، هېڅوک باید خپل وطن پرېنږدي بلکې د خپل هېواد خدمت‌وکړي.

Comments are closed.