The news is by your side.

د پخواني ولسمشر د تېښتې تازه جزیات

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني تېښتې د ټولې نړۍ توجو افغانستان ته را اړولې ده ورځ په ورځ د هغه د تېښتې تازه جزیات خپرېږي.

تازه مالومات ښيي چې پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی هيله کړې وه چې امريکا ته تېښته وکړي خو ورته ويل شوي و چې امريکا تياره نده هغه ته پناه ورکړي، کله چې په ده باندې د امريکا د متن ايالاتو دروازه بنده شوه نو نوموړي بيا تاجکستان ته مخه کړه او د افغانستان الوتکه د تاجکستان په لور وخوځېده خو د ترلاسه شويو مالوماتو په اساس باندې تاجکستان هم د اشرف غني الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنکړه او همدا سبب شو چې نومړی بلاخره د متحده اماراتو په پلازمېنه اوبو ظبۍ کې ساه واخلي.

هغه د تېښتې څخه وړاندې خپلو نېږدو همکارانو ته ويلي و چې دی ځي او د وزرات دفاع په مقام کې د نظامي مشرانو سره غونډه کوي، مګر په همدې وخت کې نوموړي د افغانستان څخه پښې سپکې کړې، ويل کېږي چې دده د ځان سره ميليونو ډالر هم وړي دي او یوه اندازه پيسې بيا د ډېرې بېړې له کبله ترې پاتې شوې دي.‌

افغانان غني ته سخت غوسه دي چې په دوه ايا کلنۍ کې يې د سوله ايز انتقال د موقت حکومت غوندې غوره انتخابونو په ځای باندې د تېښتې لاره انتخاب کړه د هېواد څخه په ډېر نامرده ډول وتښتېده هېواد ېې د قدرت خلا ته ورکړ او کابل د سترو ګډوډیو سره مخ شو.

په ټولنيزو رسنيو کې خو يو لړ افغانانو د هغه په وړاندې کمپاين پيل کړ او د نړيوالو پوليسو څخه یې وغوښتل چې هغه ونيسي او په افغانستان کې یې محکمې ته وسپاري ځکه چې هغه د افغانستان سره په ډېر حساس وخت کې خيانت وکړ او ملک یې د ستر ناورين سره مخ کړ، په تاجکستان کې د غني د حکومت سفير بيا ويلي دي چې اشرف غني ۱۶۹ ميليونه ډالر تښتولي دي او له همدې کبله يې باید نړيوال پوليس ونيسي.

د چارو شننونکي وايي چې ولسمشر غني چانس درلود چې دا دومره وخت موقت حکومت ومني او که موقت حکومت نه مني نو د سوله ايز انتقال لاره غوره کړي خو هغه دا ټول فرصتونه ضايع کړل او د قدرت د انتقال ترټولو د شرم ډکه لاره یې وټاکله او په ۷۲ کلنۍ د هېواد څخه وتښتېده.

ليکوال؛ سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.