The news is by your side.

د افغان هوايي‌ ځواک يوه الوتکه ويشتل شوې يوه لوېدلې

خبريال وېبپاڼه: په هېواد کې د وروستیو ناکراريو او سقوط سره سياسیون، نظامیان او ان ځینې عام په تېښته شول، په ځانګړي ډول سياسیون‌ او نظامي کسان بيا تر بل هرچا په دې غم کې و چې خپلې پښې سپکې کړي او ځان له هېواده وباسي.

په دې تېښتو کې د افغانستان د هوايي ځينې الوتکې هم وکارول شوې او ځينو نظامیانو هڅه وکړه د همدې الوتکو له لارې ځانونه د هېواد څخه وباسي، په ځانګړي ډول ډېر بیروبار د ازبکستان په هوايي فضا و، دغه هېواد ته د افغان هوايي ځواک د طیارو د ورتګ په مهال یوه زړه بوږنوونکې پېښه هم رامنځته شوه چې هغه د ازبک چارواکو له لوري د يوې الوتکې په نښه کول و، د رسنیو د راپورونو له مخې د افغان هوايي ځواک يوه الوتکه وروسته له هغه د ازبک دفاعي سيستم له لوري په نښه شوه کله يې چې د منفي ځواب د ترلاسه کولو وروسته بيا هم په دې هېواد کې د خپلې الوتکې د ښکته کولو هڅه وکړه، سرچینې وايي چې ددې الوتکې پيلوټان ژوندي دي، ددې ترڅنګ د افغان هوايي ځواک يوه بله الوتکه بیا د هېواد په شمال کې د سالنګ په غرونو کې را لوېدلې ده.

خبريال وېبپاڼې ته د ملي دفاع د وزارت سرچینو ويلي دي چې دا الوتکه هم د افغانستان د شمال لوري ته روانه وه چې نيت يې درلود کوم شمالي ګاونډي هېواد ته ولاړه شي مګر دا چې د خپل حد څخه پکې زياته عمله سپره وه نو د تخنيکي ستونزې د رامنځته کېدو سبب شوه او د سمنګان ولايت په غرونو کې را پرېوته، دقیق مالومات نشته چې په دې الوتکه کې څوک سپاره و او دقیق شمېر يې څومره و.

په مجموع کې ويل کېږي چې د افغانستان څخه ۴۹ الوتکې ازبکستان ته تللې دي چې همدا اوس ددې هېواد په نظامي اډه کې ناستې دي، معلومه نده چې ددغه الوتکو سرنوشت به څه کېږي، په کابل کې نوی حکومت به څه وخت د ازبکستان څخه د یادو الوتکو د راستنولو هڅه کوي.

د هېواد د ناکراريو سره يو ګڼ شمېر الوتکې ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې، ددې ترڅنګ داسې راپورونه هم شته دي چې ځینې نظامي وسایط ګاونډیو هېوادونو ته د پلور لپاره وړل شوي دی او له‌دې ور هاخوا ګڼ شمېر نظامي وسايط عطامحمد نور او جنرال دوستم هم له ځان سره ازبکستان ته تښتولي دي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.