احمد مسعود د مقاومت عملي پورته کړ
خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د پخوانیو چارواکو، زورمندانو ټغر ټول شوی دی يو ګروپ پخواني زورمندان، د جهاد ټیکه داران په پنجشېر کې پټ شوي دي او اوس د نوي مقاومت خبرې کوي، اوس احمد مسعود ددې مقاومت لومړی قدم پورته کړ او د امريکا او نړۍ څخه يې سوال کول پيل کړل.
د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود هم يو له دغو کسانو څخه دی، نوموړی چې هڅه کوي چې د افغانستان په سياست کې ځان مطرح کړي، کله کله يې غربي مدیران هم په دې برخه کې مرسته کوي په يوه تازه وينا کې يې ويلي دي چې امريکا دې ورسره مرسته وکړي چې ترڅو د تا لبا نو په وړاندې مقاومت پيل کړي.
په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان څخه په وتلو ده او په دا ډول وزي چې افغان حکومت یې په کامل ډول یوازې پرېښی دی احمد مسعود اوس بيا د امريکا څخه د وسلو غوښتنه کوي.
ډېری خلک د احمد مسعود خبرو ته صرف خاندي، ځکه دوی شل کاله د امريکا ټانک، تياره او توپ په لاس کې درلودل، نو چې په شل کاله کې يې څه ونکړل اوس چې د شاوخوا ولایتونه او ټول هېواد یې د لاسه وتلی دی او دوی په یوه کوچنۍ سيمه بند دي نو اوس به دوی څه ډول دا مقاومت پيل کوي.
اوس خو دوی په داسې يو موقف کې دي چې که يې رقيبان وغواړي نو ورځي د هغه ځای څخه یې لاس تړلي راولي او بیا به دوی هم د سولې خبرې پيل کړي د خير خبرې به کوي لکه اسماعیل خان.
په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده او هېڅ ډول وسله وال مقاومت ته اړتيا نشته، اوس که ډېر څه کېږي نو ځینې ملي غوښتنې دې د سوله ايزو لاریونو له لارې مطرح شي پرته له دې نور بايد ټول مطرح او دخيل کسان دا هڅه وکړي چې يو ټول شموله حکومت رامنځته کړي چې د نړۍ له لوري زر په رسميت وپېژندل شي او د افغانستان د درېدلي اقتصاد څرخ بېرته په تاوېدو شي.
د فرصت طلبو لپاره نور د نخرو وخت تېر دی او بې ځایه حرکتونه به يې ددې سبب شي چې د سختې بې عزتۍ او چلند سره مخ شي چې بيا به نو هېڅ لوري ته مخ نلري.
ليکوال سيد جمال ابراهیمي
Comments are closed.