The news is by your side.

امریکا: غني ورته ولسمشر نه یو عادي کس دی

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې څو ورځې وړاندې د افغانستان څخه اشرف د څو نورو دولتي مسؤلینو سره یوځای له افغانستانه پښې سپکې کړې له نورو غبرګونونو سره سره امریکا هم غبرګون ښودلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وندي شرمن په خپلو تازه څرګندونو کې چې دوی ته اوس محمد اشرف غني یو عادي کس دی او نور ورته د ولسمشر حیثیت نلري.

شرمن د اشرف غني پر تښتیدلو باندې غبرګون ښودلی او زیاته کړې يې ده چې هغه نور شخصیت نه دی تر دې وړاندې هم د افغانستان په کور دننه او له افغانستانه بهر د اشرف غني له تښیتې وروسته زیات غبرګونونه را وپاریدل او دا کس يې په ملي خیانت تورن کړ.

کله چې ط البانو د افغانستان نژدې ټول ولایتونه ونیول نو غنی له بیري څخه د دوه چورلکو په وسیله ځان عمان ته ورساوه او وروسته له هغه متحده عرب اماراتو اعلان وکړ  چې غني د دوی په هېواد کې میشت شوی دی.

غني هېواد کې هرڅه ګډ وډ پرېښودل او ترې نه وتښتید او هېوادوال يې پر یوه داسې حال پرېښودل چې د تاریخ په اوږدو کې به پر افغانانو بیا داسې ناوړه حالت رانه شي خو دا چې اشرف غني د حکومت لومړی کس وو، نو يې ملت یوازي پرېښود او په پټه وتښتید.

اشرف غني تیره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د ده د وژلو پلان جوړ شوی وو، او که له هېواده چیري وتلی نه وای نو یو ځل بیا به تاریخ تکرار شوی وای او د افغانستان ولسمشر به په دار شوی وای.

که څه هم غني وویل چې زه دې لاهم پرې نه ښودل شوم چې خپل بوټ په پښه کړم خو د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې ویل شوي چې هغه له ځان سره سلګونه میلیونه ډالر نقدي پیسې وړې دي.

په افغانستان کې عام خلک هم د غني د تېښتې په هکله خوښ نه دي  او د هغه دا کړنه یې له هېواد سره ملي خیانت بللی او ویلي يې دي چې هغه باید داسې کړنه نه وای ترسره کړې ط البان او یو شمېر سیاسون په دې لټه کې دي یو نوی حکومت جوړ کړي

Comments are closed.