The news is by your side.

په سخته ورځ کې د چين له لور په زړه پورې پرېکړه

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د قدرت د انتقال وروسته اوس ګڼ هېوادونه د افغانستان په هکله د تصميم نيونې په حال کې دي.

ځینې هېوادونه نورو ته منتظر دي چې لوی قدرتونه د افغانستان په هکله څه ډول دريځ خپلوي پسې به د نړۍ دا هېوادونه هم په همغه نقش قدم پل ږدي.

تراوسه پورې د افغانستان په هکله ډېرې ناسمې څرګندونې نه دي شوې خو د انګلستان صدراعظم تیره ورځ وويل چې نړۍ بايد سمدلاسه په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت ونه پیژني ترڅنګ یې يو ډېره ستره ناخواله د امريکا له لوري د افغانستان د لس ميليارده ډالرو کنګل کول دي.

د افغانستان د بانک ذخاير کنګل کول که څه هم په ټول ډول منفي نه دي خو ترڅو چې په کابل کې يو حکومت په رسمي ډول تشکيل کېږي نو دا په ځای پرېکړه ده، مګر د حکومت له تشکيل وروسته ددې پيسو کنګل کولو ته دوام ورکول صرف د ځپل شوي افغان ملت نور ځپل دي.

همدې پېښو ته په کتو نن د چین د بهرنیو چارو وزارت يوه ډېره په ځای خبرپاڼه خپره کړه، د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د برتانیا د بهرنیو چارو د وزير سره په خبرو کې ويلي دي چې په افغانستان باندې بايد نور فشار ورنه وړل شي بلکې د ښه لوري د تګ لپاره ورسره همکاري وشي.

وانګ يي پخپله وينا کې ويلي دي چې په افغانستان کې حالات تراوسه نازک دي نړيوال بايد په هېڅ صورت فشار وارد نکړي بلکې د افغانستان حکومت بايد يوه سم لوري ته د تلو په موخه کمک کړي.

په افغانستان کې د تا لبانو له لوري د واک ترلاسه کولو وروسته ترټولو مهمه مسله د نړيوال مشروعیت ده، په داسې حال کې چې امريکا د افغانستان موجودې شتمنۍ هم کنګل کړې دي افغانستان سخت مالي امکاناتو ته اړتيا لري او ددې ستونزې په رفع کولو کې نړيوالې همکارۍ ته محتاج دی.

په افغانستان هر ډول اقتصادي فشار د افغانستان ملت د نورو ستونزو سره مخ کول دي، نور هېوادونه هم بايد د چين لاره تعقيب کړي او د افغانستان د رامنځته کېدونکي حکومت سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې جنګ پای ته رسېدلی دی اوس صرف دداسې يو حکومت رامنځته کېدل دي چې پکې اهل خلک وي او خلکو ته واقعي خدمات پيل کړي، نظم رامنځته کړي او د بهرنيو استخباراتو د شومو نیتونو موخه ونيسي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.