The news is by your side.

ناټو د افغانستان په هکله ځانګړې غونډه کې څه پریکړده کړې؟

خبریال ویب پاڼه/ ناټو له شلو کلونو وروسته چې افغانستان کې يې خونړۍ جګړې  وکړې اوس له دې هېواده پښې سپکې کړې  او له دې هېواده دامریکا په ګډون خپل نظامي او ملکي کسان باسي.

اوس تازه د ناټو ویلي چې له خپلو متحدینوسره د افغانستان په اړه د همغږي غونډه ترسره کړې  تر څو په افغانستان کې د روانو حالاتو په هکله خپله پریکړه وکړي.

ناټو  ویلي چې دا غونډه به ځانګړي وي  او د دې ګډون غړي هېوادونونه به يې په خپلو منځونو سره تر سره کړي ترڅو د افغانستان د روان ترنیګلي وضعیت په هکله روښانه خبرې وکړي.

ناټو په دې غون د افغانستان څخه د وتلو او ناټو له لوري د دې هېواد د تخیلې په هکله هم نظریات ورکړي دي په دې غونډه کې د ط ا لبانو له لوري د کابل نیول، او  همدارنګه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د دوی او  امریکا له لوري د عملیاتو د جاري ساتلو په هکله او د هغوی د وتلو په هکله هره ورځ غونډې جوړیږي.

دې تړون ویلي د وروستیو پیښو په هکله چې افغانستان کې  روان دي د ګډ او همغږي ځواب پر ورکولو کار کوي دا غونډه پر داسې مهال جووړیږي چې د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیران به نن یوه فوقلعاده غونډه ولري.

که څه ناټو او امریکايي  سرتیري یوازي کابل کې دي خو داسې فکر کیږي چې که  دولت جوړ جاړي و نه وزي او حالت همداسې دوام وکړي نو یوځل بیا به د جګړې څپې پیل شي او ښايي په دې مقطع کې یو ځل بیا امریکا او ناټو مداخله وکړي خو امریکا تل دخبلو سرتیرو د پروخت وتلو ویلي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له اګسټ میاشتي وروسته هم حالاتو ته په کتلو سره ښايي امریکايي پوځیان افغانستان کې پآتي شي.

خلک څه وايي؟

تر اوسه لا هم د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې خلک اندېښمن دي که څه هم طالبانو ویلي چې دوی عمومي بخښنه اعلان کړې او ډاډ يې ورکړی چې له چا څخه د بدل اخیستلو هوډ نلري

Comments are closed.