غني په یوه پیغام ستر شر ختم کړ
خبريال وېبپاڼه: د هېواد څخه د پخواني ولسمشر اشرف غني له تېښتې وروسته په کابل کې موجودو سياسیونو او پخوانيو زورمندانو هم پښې سپکې کړې څوک اسلام اباد، څوک ترکیې څوک اماراتو او څوک نورو هېوادونو ته ولاړل.
مګر د اشرف غني لومړی مرستيال بيا پنجشیر ته وتښتېده، نوموړي څو ورځې په پنجشیر کې خاموشي اختيار کړې وه خو تېره ورځ یې زړه راټول کړ او په خبرو یې پيل وکړ خو له لرې ښکاریده چې په کوچنۍ خوله لویې خبرې کوي.
امرالله صالح ادعا وکړه چې ولسمشر له هېواده تښی دی نو د قانون په اساس ولسمشر دی پخپله دی، که څه هم د قانون ادعاهم ناسمه ده ځکه ولسمشر که تللی هم دی استعفا يې نده کړې، خو د بل لوري دغه شر پسند غوښتل نه دې ډول په کابل کې نړيوال مشروعیت يو ډول وننګوي.
مګر تېره ورځ ورسره اشرف غنی هم سر راپورته کړ او خوله یې خلاصه کړه، ده هم نادره وينا وکړه سل او شل دروغ يې وويل او یو ځل بيا یې خلک ورته بې عقل ښکاره شول او په سپین دروغ یې شروع کړل.
د غني د دروغو هخوا هغه يوه د خیر خبره هم وکړه، ده وویل چې د عبدالله او حامدکرزي هڅې ستايي او هيله يې ده چې دوی واک په سوله ايز ډول انتقال کړي، غني په دې خبره ښکاره اعلان وکړ چې حامد کرزی او عبدالله د واک صلاحیت لري او دوی د واک د انتقال لپاره ټاکل شوي، په دې ډول اشرف غني د امرالله صالح له خولې هغه سندره هم لرې کړه چې ويل یې دی ولسمشر دی.
صالح چې د وطن په وړاندې د امريکايي استخباراتو سره د همکارۍ په تور، په هېواد کې دننه د بېګناه پښتنو د شکنجو په تور تورن دی د يو بل رزالت په هڅه کې دی او غواړي چې ځانته يو قدم ځای پيدا کړي او یا داسې وکړي چې په هېواد کې ناکرارۍ زیاتې کړي ترڅو خلک ددوی په دوران شکر وباسي.
د بل لوري غني په ويډيو کې د ۱۶۹ ميليونه ډالرو وړل رد کړل او ویې ويل چې هېڅ فرصت یې نه و حتی خپل لپټاټ يې هم وانخيست، خو حقيقت دادی چې غني يو معتاد دروغجن دی، هغه د تل په څېر بيا د خلکو په وړاندې دروغ پيل کړل.
د بهرنیو چارو وزارت رسمي سرچینې وايي چې غني د تېښتې څخه تقريباً لس ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت څخه د ديپلوماتيک پاسپورت د ځان او خپلې کورنۍ لپاره غوښتنه کړې وه، ورسره معتبرې سرچینې تاييدوي چې غني د ځان سره پيسې وړې دي، پخواني مریدان يې وايي چې غني دومره هم کم عقل او ساده ندی خو چې دې ړندو مريدانو ته سړی ووايي چې دا ملک يې دې حال ته ورساوه نو دا د عقلمن کار دی يا د کم عقل او د يا د حرفوي خاين.
ليکوال سيد جمال ابراهیمي
Comments are closed.