The news is by your side.

ملګري ملتونه ولې افغانان په شعوري ډول کډوالۍ ته هڅوي

خبريال وېبپاڼه: د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوترش په خپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا د بشري خواخوږۍ ترنامه لاندې افغانان کډوالۍ ته هڅولي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې نظام بدل شو او د راتلو په هکله يو څه الهام موجود دی مګر د راتلونکی په هکله نښې مثبتې دي او په هېواد کې په عملي ډول په لویه کچه جګړه درېدلې ده.

مګر په دې حال کې هم ددې په ځای چې افغانان دې ته تشويق شي چې بايد پخپل هېواد کې پاتې شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي د ملګرو ملتونو له لوري داسې خبرونه خپرېږي چې پکې وايی په افغانستان کې په ميليونونو کسان بند دي، دغه کسانو ته دې پاکستان او نور ګاونډیان لارې خلاصې کړي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزيز شيخ رشيد وويل چې پاکستان ته یو افغان هم نه دی ور کډوال شوی، دا په دې مانا چې عام افغانان نه غواړي د پاکستان او ايران په کوڅو کې کډوال شي، لکه د ډېرو هېوادونو د خلکو غوندې که افغانانو ته د اروپا او امريکا د کډوالۍ چانس برابر شي البته ځي مګر له دې پرته نورو هېوادونو ته زړه نه ښه کوي.

خو ملګري ملتونه د دروغو ارقامو د خپرولو سره سره افغانان کډوالۍ ته هڅوي، يوازې ملګري ملتونه نه دي بلکې د امریکا حکومت ان څو مياشتې وړاندې په ګاونډیو هېوادونو غږ کاوه چې خپلې دروازې د افغان کډوالو په مخ خلاصي کړي امريکا په هېواد کې د ورخطايی په رامنځته کولو کې ونډه واخيسته.

نړيوالې ادارې او نور هېوادونه هسې هم د افغان کډوالو لپاره کوم ښه خبر نلري او نه ورته ښه راغلاست وايي نو بيا ولې افغانان داسې ذليلې کډوالۍ ته هڅوي چې هغه د سوال او ذلت ژوند وي او افغانان د نورو غلامان او د نورو د لاس الې کړي.

په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته د افغان کډوالو هڅول تر ټولو د بد نيت نښه ده، د یوه لوري په دې هېوادونو کې هسې په میلیونو افغان کډوال موجود دی چې د هر ډول سپکاوي سره مخ دي، د بل لوري په دې هیوادونو کې افغان کډوال ځانته ښه ژوند نشي موندلی نو ولې کډوال شي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance