The news is by your side.

د روسیې له لوري د افغانستان په هکله مهم اعلان

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل سره په يوه ليدنه کې وويل چې نور بايد غرب په افغانستان باندې په نورو هېوادونو باندې خپل ارزښتونه ونه تپي.

د روسیې جمهور رئیس ويلاديمير پوتين وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې دوی تمه لري په افغانستان کې نوی حکومت په خپلو ژمنو او خبرو باندې عمل وکړي، تر دې وړاندې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سېرګي لاوروف ويلي و چې دوی به هغه هېواد ونه اوسي چې طا لبان په رسمیت وپیژني، ښکاري داسې چې روسیه د تا لبانو د رسميت پېژندلو نیت لري خو لومړی قدم به دوی وانخلي.

د روسیې ولسمشر په عین حال کې ويلي دي چې نور دې څوک هڅه نکوي چې خپل ارزښتونه په نورو ملتونو په زور ومني ځکه هرڅوک خپل ارزښتونه لري او همغه پالي، د روسیې د ولسمشر دا خبره د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل سره په خبري غونډه کې وکړه، پوتین په اشاره غرب ته وويل چې په شرق کې خپل اصول په خلکو نه تحمیل کوي‌.

په افغانستان کې پخوانی حکومت نسکور شو خو تراوسه هم په دې هېواد کې د واک خلا پاتې ده او کوم رسمي حکومت نه دی اعلان شوی، که د يوه لوري هېوادوال وايي چې ژر دې حکومت اعلان شي د بل لوري بيا خلک دا وايی چې نوی حکومت بايد د پوره مشورو وروسته اعلان شي ترڅو په اسانۍ سره نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او وروسته بيا د ستونزو سره مخ نشي.

د چارو څارونکي وايي چې روسيه یو له هغه هېوادونو څخه وه چې د تا لبانو سره يې ښې اړیکې درلودې او کلونه کېږي دا اړیکې په ښکاره پالي نو د تا لبانو به دا ستره تمه وي چې روسیه دې دوی په لنډ وخت کې په رسميت باندې وپېژني.

تراوسه پورې په کابل کې حکومت نه دی اعلان شوی، او د حکومت د اعلان کېدو وروسته به د هېوادونو له لوري د رسميت خبره لا ښکاره او واضح شي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.