The news is by your side.

ناټو د افغانستان په اړه خواشینوونکې پریکړه کړې

خبریال ویب پاڼه/ ناټو د افغانستان په اړه یوه نوې پریکړه کړې او تر ډیره بریده یې د خپلو پریکړو په هکله چې تر دې وړاندې يې د افغانستان له مخکني حکومت سره کړې وې په شا شوي دي.

ناټو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې هر راتلوونکی نوی حکومت باید نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کښېږدي او ټول اصول ومني، هغوی ویلي چې  په افغانستان کې د روانو شرایطو له  امله يې له افغان چارواکو سره د مرستو لړۍ در ولې ده.

ناټو دا هم ویلي چې په افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید د یوه ټول ګډونه حکومت په داسې حال کې چې د ښځو او لږکیو حقونه پکښي خوندي وي باید رامنځ ته کړي دوی وویل چې دا حکومت باید افغانستان پرې نه ږ دي چې یو ځل بیا د ترهه ګرو په ډګر بدل شي.

دوی له طالبانو غوښتي هغه بهرني اتباع چې له افغانستانه وزي هغه که بهرني دي یاهم افغانان دي باید ورته  د وتلو اجازه ورکړي او مخه يې ونه نیول شي

د ناټو اعلامیې زیاته کړې چې دوی اوس افغانستان کې یوازي د خپلو اتباعو ایستل او  هغو کسانو ملاتړ دی چې  له دوی سره يې افغانستان کې په سختو شرایطو کې مرسته کړې ده.

امریکا په وروستي اقدام کې افغانستان ته ۶ زره تازه دمې ځواکونه پر داسې مهال واستول چې تازه طالبانو د کابل ښار ونیوی له کومې ورځې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي عام افغانان له کابله په تېښته کې دي او کوښښ کوي ترڅو د الوتکو په مټ بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

په دې اخ ډب کې تر اوسه پوري لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او څو تنه له الوتکو هم غورځيدلي دي چې لاهم په هوايي ډګر کې دا ستونزه روانه ده.

طالبانو له هېواده تلوونکو کسانو ته ویلي چې له هېواده ولاړ نه شي  او  د دوی له لوري هر هغه څوک چې په مخکني دولت کې يې کار وه عفوه شوي خو یو شمېر راپورونه ښيي چې طالبان پر خپلو تعهداتو سم نه دي ولاړ او کله ناکله هغو کسانو ته چې د دولت په صف کې ول ستونزې پیښوي

Comments are closed.