The news is by your side.

صالح او مسعود د سولې لپاره ترټولو مهم شرط اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: په کابل کې د مرکزي حکومت له سقوط وروسته پنجشېر ته تښتېدلی د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستيال او د پخواني قومندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود د تا لبانو په وړاندې د مقاومت له خبرونو وروسته اوس د سولې په لټه کې دي.

څو ورځې وړاندې لومړي مرستيال امرالله صالح اعلان وکړ چې اشرف غني تېښتېدلی نو د اساسي قانون له مخې دی ولسمشر دی مګر ورځ وروسته اشرف غني له اماراتو څخه اعلان وکړ چې دی د واک د سوله ايز انتقال پلوی دی حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته يې واک ورکړی دی چې واک په سوله ايز ډول انتقال شي،‌ په دې ډول اشرف غني د امرالله صالح دا خيال هم په پيل کې ختم کړ.

خو اوس صالح او احمد مسعود په داسې حال کې په پنجشېر ولايت کې دي چې ټولې ورغلې لارې د تا لبانو په لاس کې دي، هېڅ ډول د وتلو لاره شتون نلري، په کابل کې خبرې روانې دي چې دا ولایت په سوله ايز ډول تا لبانو ته وسپارل شي او که چېرې دا ډول ونشي نو د زور له لارې به دا ولایت ونيول شي.

د بل لوري بيا اوس ددې ډلې له لوري تا لبانو ته د سولې او خبرو وړاندیز شوی دی، نېږدې سرچينو ويلي دي چې احمد مسعود ددې واقعيت په درک کېدو چې جګړه به يې نور هم نابود کړي او له همدې کبله یې تا لبانو ته وړانديز کړی دی چې د سولې خبرې ورسره وکړي، ويل کېږي چې د احمد مسعود له لوري يو شرط دادي چې تا لبان به پنجشېر ته نه ښکته کېږي او دا ولایت به د ګونديز سيستم په بنسټ اداره کېږي.

په دې هکله تراوسه دقیق مالومات نشته چې تا لبان به د احمد مسعود سره خبرې وکړي او که نه، که خبرې وکړي هم نو ددي دا فاناتيک شرطونه به ومني که نه.

تا لبانو ته نیږدې سرچینې وايي چې ددوی له لوري په کابل کې د عبدالله عبدالله، د مارشال فهيم له زوی د پنجشېر ولايت له ملانو سره خبرې روانې دي چې دا ولایت ورته په سوله ايز ډول انتقال کړي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.