The news is by your side.

د اشرف غني د زوی طارق غني بيان راغی

خبريال وېبپاڼه: نن سبا د نړۍ او افغانستان د رسنیو سرټکي د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د نامردې تېښتې خبرونو نيولې ده، تازه په دې هکله اوس دده د زوی طارق غني بيان هم راغی.

اشرف غني چې شاوخوا يو نیم کال یې د تا لبانو سره خبرې وکړې او د مکررې غوښتنې سره سره يې موقت حکومت ونه مانه، په اخر کې په داسی حال کې له کابل څخه وتښتېده چې موقتي حکومت خو هېڅ نه و بلکې تا لبان د کابل په دروازو کې و، غني حکومت او ملت بې مشره بې سرنوشته پرېښود په کابل کې د چور او بې نظمۍ سخته وېره رامنځته شوه.

ټوله نړۍ له همدې کبله په ده باندې نیوکه کوي چې بې ابرو تېښتې څخه بايد ډېر مخکې موقت حکومت ته راضي وی، همدا اوس په کابل کې بيې آسمان ته ختلي دي، بانکونه بند دي، صرافۍ بندې دي، هرڅه د ا افغانستان د بانک لس ميليارده ډالر قيد دي.

په غني ددې ډول نيوکو وروسته نن د هغه زوی طارق غني هم د خبرو څخه ډډه وکړه، د برتانوي رسنيو د راپورونو له مخکې چې د اشرف غني زوی طارق غني ويلي چې نه غواړي د خپل پلار په هکله هېڅ کومه خبره وکړي.

طارق غني د اشرف غني زوی دی چې په امريکا کې پيدا شوی دی، د امريکا تابعيت لري او افغانستان ته ان د اشرف غني د قسم کولو مراسمو ته هم رانغی.

غني د افغانستان څخه وتښتېده هېواد یې د پاڼ په غاړه پرېښود، زوی او لور يې د واشنګټن په ښارونو کې ژوند کوي پخپله اوس ددوبۍ په رڼاګانو کې ډوب دی، او دننه په افغانستان کې خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د چارو ځينې شننونکي وايي چې اشرف غني غوښتل په خپله ناڅاپي تېښته سره په کابل کې يوه ښه ګډوډي رامنځته کړي چې حالات له کنټرول څخه ووځي او په کابل کې دومره بده ورځ رامنځته شي چې خلک دده په هغه ګوډه ماته اداره هم شکر وکړي خو فضل د رب و چې دا ډول څه ونه شول، کابل جوړ دی، نظم برقرار دی، خو د بانکونو بند والي ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

لیکوال سید جمال ابراهیمي

Comments are closed.