د بریتانیا لومړي وزیر له ط البانو سره د مرستې اعلان وکړ
خبریال ویب پاڼه/ د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په خپلو تازه څرګندونو کې د افغانستان په هکله خپله خوشبیني څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان حالت مثبت لور ته روان دی.
یوه اونۍ وړاندې ط البانو د افغانستان د ټولو ولایتونو او پلازمېنې په نیولو سره بریالي شول او د افغانستان پخوانی مشر له کابله بهرني هېواد ته وتښتیدل او په دې سره طالبان د کابل واکمن شول چې له دې سره سم د امریکا او بریتانیا له لوري اعلان وشو چې دوی تازه دمې ځواکونه افغانستان ته لیږي او ورسره هممهاله امریکا ۶زره او برتانیا ۶۰۰ سرتیري کابل ته واستول او دوی په کابل کې د بهرنیو اتباعو د خوندي ایستلو دنده پر غاړه لري.
دا چې له دې سره سره بریتانیا افغانستان ته پوځیان لیږلي او په ویره کې دي خو جانسن ویلي چې دوی به له ط البانو سره مرسته هم وکړي
بوریس جانسن په خپلو خبرو کې د یوه بدلون خبره کړې او د خپل هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته يې وویل د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې حالت مثبت لور ته روان دي او د کابل هوايي ډګر امنیت هم د ښه کیدلو پر لور روان دی.
جانسن تر ټولو حیرانوونکی خبر دا ورکړ چې که اړتیا وي نو له ط البانو سره د مرستې ډګر ته هم را مخ ته کیږي او کولای شي چې مرسته يې وکړي.
جانسن دا هم وویل دوی خپل زرګونه کسان د تیرو ورځو په موده کې له افغانستان ایستلي او لاهم دې چارې ته دوام ورکوي د ده په وینا په دې برینانویان او همدارنګه د دوی د ځواکونو افغان همکاران په دې کسانو کې شامل دي.
بوریس جانسن دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تازه د افغانستان په هکله بیلابیلې اندېښنې موجودي دي او خلک خپلې راتلوونکې ته وار خطا دي چې څه به کیږي، له دې سره سره چې ط البان به له خلکو سره څه وکړي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په هکله هم زیاتې اندېښنې موجو دي دي او داسې انګېرل کیږي چې راتلوونکې کې به يې ښه نه وي
Comments are closed.