The news is by your side.

د ويکيليکس نوې افشا؛ سويډن د افغانان بمبارول غوښتي

خبريال وېبپاڼه: د ويکيليکس وېبپاڼې يو ځل بيا د افغانستان په هکله تازه مالومات خپاره کړي دي، ددې مالوماتو په بنسټ باندې په ۲۰۰۸ م کال کې د ناروې هېواد د خپلو الوتکو د سوداګريز اعلان لپاره غوښتي و چې په افغانستان کې بمباري وکړي.

د JAS-39 الوتکو د اعلان لپاره د ناروې چارواکو غوښتنه کړې وه چې دوی دې په افغانستان کې بمباري ترسره کړي په دې ډول به یې هم د الوتکو او پوځي وسايلو يو اعلان وشي او هم به ددې هېواد د وسلو بازار ګرم شي او د نورو هېوادونو به ورپام شي چې د ناروې هېواد له لوري جوړې شوې وسلې واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې غربي هېوادونه په افغانستان کې د خپل هوس او تجارت لپاره د افغان انسانانو ژوند قرباني کوي، ددې ډول نابود او سپکو جرایمو په لړۍ کې تر دې وړاندې د اسټراليايي پوځيانو غیرې انساني کړنې رسنيزې شوې وې، اسټراليايي ځواکونو په کندهار ولایت کې ۳۳ تنه عام کليوال په شهادت رسولي و، دوی ځان په ځينو بېګناه افغانانو باندې نښه ويشتلې وه او ځينو بيا ددې لپاره دا کار کړی و چې دا يې لومړی قتل و او په دې ډول يې غوښتل چې د قتل کولو جرات پيدا کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې غربي هېوادونو د بشري حقوقو، بيان د ازادۍ او ولسواکۍ په شعار زمزمه کولو سره راغلي و خو په دې هېواد کې یې د ولسواکۍ په ځای په داسی اشخاصو پانګونه وکړه چې هغوی په ولسواکۍ اصلا باور نه درلود او د زور له لارې يې واک غوښت او که چا چوکۍ نه وی ورکړې نو د کورنۍ جګړې ډول به یې واهه.

د بشري حقونو کيسه خو یې همدا وه چې په عامو افغانانو به یې نښې ويشتې د تمرين او زده کړې لپاره به يې وژل او ورسره به يې د خپلو سوداګريزو اعلانونو د خپلو وسلو د ټېسټ کولو لپاره په دې هېواد کې باندې بې رحمه او وحشيانه بمبارۍ کولی.

شل کاله وروسته بيا اوس ددې تش په نوم بشر پالو او ولس پالو وحشي کړنې افشا کېږي چې دوی څه ډول د نورو انسانانو ژوند د خپلو ناولو موخو لپاره په هېڅ شمارلی دی، نن هم سويډن لګيا دی او نړيوالو ته د انسانيت د درس ورکولو هڅه کوي حال دا چې په افغانانو باندې د خپلو الوتکو د اعلان لپاره بمونه غورځوي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.