The news is by your side.

لندن کې د ملي بیرغ او شته لاس ته راوړنو په هکله د زرګونو افغانانو لاریون

خبریال ویب پاڼه/ پوره یوه اونۍ وړاندې ط البانو د نورو ولایتونو ترڅنګ پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او افغانان وارخطا د خپلې راتلوونکې لپاره په بیره کې ژوند کوي د کابل یو شمېر ښاریانو چې شمېر يې زرګونو ته رسیږي له افغانستانه د تیښتي هڅه کړې.

له همدې امله په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه وشول او له دې هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي او تیري شل کلنې لاس ته راوړنې خوندي کړي.

نن د بریتانیا پلازمېنه لندن کې زرګونو افغانانو چې راوتنه یې بې ساري او تاریخي وه په یوه لوی لاریون سره په افغانستان کې د ملي بیرغ بیان ازادي تیرو لاس ته راوړنو او انساني  حقونو په ملاتړ لاریون وکړ.

دغه افغانان له بریتانیا او نړۍ والې ټولنې غواړي چې تر هغو ط البان ونه پېژني چې تر څو  طالبان دافغانستان ملي بیرغ؛ د بیان آزادي؛ د ښځو حقوق؛ د ماشومانو زدکړې؛ د انسانانو حقوق ونه مني.‌

لاریون کونکو پر نړۍ واله ټولنه غږ وکړ چې طالبان له غچ اخیستلو را وګرزوي او د دوی له لوري پر شوې بخښنه یې را ټینګ کړي.

دوی وویل چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او د امریکا په ګډون دي نړیواله ټولنه له افغانستان کړې ژمنې او ګډون نه هیروي.

د لندن دې تاریخي لاریون وښودله چې افغانان د یوه سوله ییز او پرمختللی ژوند په لټه کې دي او لاریونوالو وپتېله چې د دوی ږغ نسبت په افغانستان کې د میشتو وګړو په پرتله ژر اوریدل کیږي  ځکه نو يې په یوه لوی لاریون لاس پوري کړی.

په دې لاریون چې ګډونوال يې نارینه ښځې او ماشومان وو، له خپلو ځانونو سره د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لیږداوه او د افغانانو او افغانستان د ژغورلو شعارونه يې ورکول.

پوره یوه اونۍ وړاندې ط البان په دې وتوانیدل چې د کابل کنټرول په لاس کې واخلي اوس د هېواد زرګونه وګړي د کابل هوايي ډګر چاپیره شوي او کوښښ کوي چې له هېواده ځان وباسي دوی وايي چې دلته يې ژوند په خطر کې دی او غواړي چې د ځان ژغورنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د ط البانو په هکله باورونه

که څه هم ط البانو کابل ته په راتګ سره د عمومي عفوي د اعلان خبره وکړه او ډاډ يې ورکړ چې هیچا ته به زیان ونه رسیږي او میرمنې کولای شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړی خو له یو شمېر ولایتونو راپورونه وايي چې ط البانو په یو شمېر مواردو کې له خپلو هوکړو  سرغړونه کړې او پر خلکو یې بندیزونه لګولي

Comments are closed.