خبرونهکورپاڼه هغه څوک چې دهیواد جوړونې فکر لري کار ته نه پریښودل کیږي. له لوري کندهار څانګه On Feb 2, 2019 شریک دغه څرګندونې دزابل والي ددې ولایت دفوائید عامې دنوي ریس په معرفت غونډه کې وکړې او ویې ویل چې دتاریخ په اوږدو کې داثابته سوې کوم کسان چې دهیواد جوړونې اراده لري، سیاسي مخالفین یې دخپلو شخصي ګټو لپاره کار ته نه پریږدي او په وړاندې یې دریدلي دي. ښاغلي یارمل په جوړه سوې غونډه کې ددې ولایت په مربوطه سیمو کې دکابل کندهار لويې لارې، دولسوالیو دلارو دپلونو او پلچکونو دجوړیدو په اړه وویل ،چې راتلونکي کال یې دمرکزي حکومت په مرسته یو اندازه بودیجه پیدا کړې ،چې دلارو دجوړیدو لپاره کار وسي، خو اړتیا ده چې ولسونن هم دمحلي ادارې سره دعامه المنفعه ځایونو دساتنې په برخه کې همکاري وکړي او پرینږدې چې دهیواد ددښمنانو لخوا وران سي. د زابل والي همداراز وویل چې نه ډونران سته او نه هم بودیجه ونو په کار ده چې دهرې پروژې کلکه ساتنه وسي،ترڅو کلونه کلونه دوام وکړي او خلک ترې ګټه واخلي. دزابل والي دفوائید عامې نوي ریس انجنیر محمد هاشم همدرد ته په چارو کې دبریالیتوب هیله وکړه او پر ولسونو یې ږغ وکړ چې په چارو ورسره مرسته وکړي. په غونډه کې نورو ویناوالو هم نوي ټاکل سوي ریس ته دمبارکۍ ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته کړه ،چې خوښ دي چې یو زابلي ځوان بیاهم ددې ولایت جوړونې لپاره په دنده ګمارل کیږي. لوستل روان وساتئ شریک