The news is by your side.

پوتین او اردوغان ط البانو ته اړینه مشوره ورکړې

خبریال ویب پاڼه/ په ۹۰ یمه لسیزه کې هم چې کله طالبان واک کې ول او افغانستان باندې ېې تسلط درلود نو په فردي ډول سره يې هیچا ته د ژود ازادي نه وه ورکړې او له بهرنۍ نړۍ سره يې هیڅ راز اړیکې نه درلودې او د لته يې له ترویستي ډلو سره محکمې  اړیکې درلودې چې وروسته يې بیا واکمني د امریکا له لوري و پرزول شوه.

کله چې طالبان پر ټول افغانستان پوره واکمن شول اوس مهال ټوله نړۍ پر همدې ږغیږي او تازه چې روسیه اوترکیه چې له طالبانو سره راتلوونکې کې ښه اړیکې درلودل غواړي طالبانو ته نیکې  مشورې ورکړې دي.

ترکیې او روسیې په خپلو دې مشورو کې له طالبانو غوښتې چې دوی د ۹۰ لسیزې د حالت او تیرو تیروتنو تکرار ونکړي  او له خپلو هغو کړنو څخه لاس په سر شي.

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو یو له بل سره ټلیفوني خبرې کړې په دې هکله د یو شمېر رسنیو په راپورونو کې پخلی شوی او زیاته شوې چې دواړو ولسمشرانو پر افغانستان خبرې کړې، د روسیې له لوري  ویل شوي چې د افغانستان وضعیت تر اوسه پوري ښه روان دی او هیله یې څرګنده کړې چې طالبان به پر خپلو ترسره شویو ژمنو باندې عمل وکړي او پر و به دریږي.

پوتین او اردوغان د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې د ترهه ګرۍ او په سیمه کې د مخدره توګو د قاچاق په وړاندې د مبارزې غوښتوونکې شوي او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د راتلوونکې حکومت سره د مرستې په هکله همغږي هم کوي.

دواړو مشرانو وویل چې ط البان باید خپلې تیري تیروتنې تکرار نکړي ترهه ګرو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورنکړي او د یوه همه شموله دولت په جوړیدلو باندې يې ټینګار وکړ

طالبان چې کله کابل ته ننوتل لومړی يې نړیوالو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په پرتله يې زیات بدلون کړی او په افغانستان کې د یوه ټولشموله دولت په جوړولو پسې دي چې د ښځو اقلیتونو بیان ازادي او ټولو لاس ته راوړنو خونديتوب پکښي رامنځ ته شوی وي هغوی وویل چې دولت افغانستان کې  له چا څخه غچ نه اخلي

Comments are closed.