The news is by your side.

معتبر امريکايي اخبار؛ کرزی د ملي شخصيت رول لوبوي

خبريال وېبپاڼه: د امريکا تاريخي او معتبر اخبار وال سټریټ ژورنال په خپله ننۍ ګڼه کې ليکلي دي چې د افغانستان په یو حساس پړاو کې ددې هېواد ولسمشر اشرف غني وتښتېده او افغانان یې په ډاګه پرېښودل خو ددې هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ميدان ولاړ و او خلکو ته یې ډاډ ورکاوه.

په هغه ورځ چې تا لبان د کابل ښار دروازو ته را ورسېدل د ورځې په يوولسو بجو اشرف غني د کابل څخه پښې سپکې کړې او ځان يې دوبۍ ته ورساوه، د اشرف غني د تېښتې خبر په ۲ بجو باندې عام شو خو هغه سهار يولس بجې کابل پرېښی و، په داسې يو حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هڅې پيل کړې چې کابل د بشري فاجعې څخه وژغوري.

د چارو شننونکي وايي چې ولسمشر غني د سوله ايز حل لپاره کافي وخت درلود خو هغه داسې وکړل چی په وروستۍ ورځ یې تېښته انتخاب کړه، په دې ډول هغه یو ډول غوښتل چې کابل په داسې حال کې بې سرنوشته پرېږدي ترڅو کابل د يوه بشري ناورين، د چور او تالان سره مخ شي، اشرف غني نيت درلود کابل ټوټې ټوټې شي ترڅو وروسته خلک دده په دوران شکر وکړي، ده لومړی دا نيت درلود چې لکه هلمند کابل وران کړي خو چې کله یې وليدل دا ډول مقاومت هم نشي کولی نو یې له کابل څخه ناڅاپه تېښته وکړه ترڅو بې نظمي اوج ته ورسېږي.

خو د غني له تېښتې وروسته کرزي سمدلاسه سلام ضعيف ته زنګ وکړ چې ولسمشر غني تښی دی، له دې وروسته ضعيف د قطر د دفتر سره په اړيکه کې شو او وروسته دا پرېکړه وشوه چې په کابل کې د چور او تالان د مخنیوي په خاطر به تا لبان کابل ته دننه شي.

غني منلې وه چې حکمتیار، کرزي او عبدالله به د ورځې په جریان کې ځي دوحې ته او د واک د انتقال خبره به نهايي کوي خو هغه ددې توافق خلاف سهار له ملکه وتښتېده او د سوله ايز انتقال وروستی چانس يې له منځه يوړه.

وال سټریټ ژورنال ليکلي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزي د يو ملي شخص رول لوبوي، کله چې وتښتېده نو‌ ده د خپلو ماشومانو سره يو ځای يوه ويډيو خپره کړه او خپل ملت ته يې وويل چې دی هیڅ کوم ځای ته نه ځي پخپل وطن افغانستان کې پاتې کېږي او هرڅه د ارامۍ لوري ته روان دي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.