The news is by your side.

زابلون؛ سوله راغله، نور نه غواړم افغانستان پرېږدم

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان وروستی یهودي زابلون سيمينتو چې په دې وروستيو کې يې ويلي و له افغانستان څخه به تل لپاره ځي خپله پرېکړه بدله وکړه او وايی چې امن افغانستان ته بیرته راغلی دی نو له همدې کبله افغانستان نه پرېږدي.

نوموړي پخپلو خبرو کې وويل؛ زما کور افغانستان دی، سمه ده چې دين مې يهودي دی مګر زه ځان یو افغان ګڼم، اوس په افغانستان کې امن او ثبات راغلی دی، نه غواړم له خپل هېواد څخه بېل او جدا شم، په اسرايل کې مې کورنۍ په ټينګار سره وايي چې د تل لپاره بايد هلته ورشم خو زه غواړم یوازې په رخصتۍ کې هلته ولاړ شم، په ۱۹۹۸ کال کې چې تا لبانو په افغانستان کې امن راووست افغانستان ته بیرته راغلم، دا ځل هيله لرم چې سوله او ثبات دايمي وي او زه د تل لپاره هم دلته پاتې شم.

څه موده وړاندې سيمينتو پرېکړه کړې وه چې اسرايل ته به ځي، له همدې کبله د اسرايل حکومت منلې وه چې د هغه لپاره به ځانګړې الوتکه استوي، مګر هغه ويلي و چې پلان لري د سېپټمبر په مياشت کې اسرايلو ته ولاړ شي خو اوس چې تا لبان راغلي دي نه وايي چې نن غواړي ولاړ شي.

ښاغلی زابلون د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې د تا لبانو د حکومت په وخت کې يې ارامه ژوند درلود، خو یوه خاطره چې دی یې خفه کړ هغه له ده څخه د يو بل يهودي شکايت و.

دی وايي چې د ايزاک لاوين په نامه د يوه بل يهودي سره چې کورنۍ یې اسرايل ته وړې وه او خپله بېرته افغانستان ته راغلی و د یوه شخصي جنجال وروسته هغه تا لبانو ته له ده شکايت وکړ او ويې ويل چې زابلون د اسرايلو چاساس دی، دی وايي چې له دې وروسته دوی تا لبانو ونيول خو د پوښتنو ګرويږنو وروسته مالومه شوه چې مسله شخصي ده له همدې کبله تا لبانو دوی دواړه بیرته خوشي کړل.

په ۲۰۰۲ م کال کې زابلون د نيويارک ټايمز سره په يوه مرکه کې وويل چې دده ترڅنګ اوسېدونکی بل يهودي ايزاک ناوړه شخص ياد کړی و او ويلي يې و چې هغه يو شيطان دی هېڅ خبرې ورسره نکوم، ايزاک په ۲۰۰۵ م کال کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او مړ شو.

دده يوه بله ناوړه خاطره هم د امريکا له لوري د افغانستان اشغال دی، دی وايي کله چې امريکا افغانستان اشغال کړ او وروسته د شمالي ټلوالې لښکرې کابل ته راغلې نو دده د قالينو دوکان چور شو.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.