The news is by your side.

ترکيه؛ د ګواښ په صورت کې په يوه ورځ کې افغانستان پرېږدو

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د کابل په هوايي ډګر چې ګډوډي حاکمه ده د ترکیې ددفاع وزير خلوصي کار ويلي دي چې که یې پوځیانو ته کوم ګواښ متوجه شي په ۲۴ ساعتونو کې به د افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.

د ترکيې ددفاع وزير په داسې حال کې د خپلو ځواکونو د وتلو خبره کوي چې له کلونو راهيسې د کابل د هوايي ډګر چارې ددې هېواد پوځيان په مخ باندې وړي.

د ترکيې حکومت وړانديز کړی و چې که چېرې ورسره نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول امريکا مالي، مادي او سياسي مرسته وکړي نو غواړي له‌دې وروسته هم د کابل د هوايي ډګر امنیتي چارې پرمخ بوزي، خو په دې مسله کې ددوی لپاره لوی خنډ تا لبان دي.

اوس چې تا لبان د کابل حاکمان دي نو اسانه به نه وي چې دوی به تا لبان دې ته راضي کوي چې ددوی پوځيانو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي، د بل لوري په کابل هوايي ډګر کې موجودې ګډوډۍ او ځينو اوازو د ترکيې د دفاع وزير هم‌خبرو ته اړ کړ.

د ترکيې ددفاع په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې تراوسه هم د هوايي ډګر د ساتنې په هکله غوڅه پرېکړه نه ده شوې، خو که چېرې دوی خپلو ځواکونو ته خطر حس کړي په ۲۴ ساعتونو کې به د افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي.

نوموړي وويل چې دوی تراوسه پورې سلګونه ترکان د افغانستان څخه بهر کړي دي، ده وويل چې لومړي یې ترکان اسلام اباد ته انتقال کړل او له هغه ځايه يې بيا په ملکي پروازونو کې ترکيې ته انتقال کړل.

د وروستیو راپورونو په اساس په کابل هوايي ډګر کې د بې نظمۍ پړه تا لبان په امريکايانو اچوي او اوس د امريکايانو څخه غوښتنه کوي چې د کابل د هوايي ډګر امنيت او چارې ددوی ځانګړو ځواکونو ته وسپاري، تازه په رسنیو داسې انځورونه هم لاس په لاس شوي دي چې د تا لبانو ځينې ځواکونه د کابل د هوايي ډګر نه داخلي ځايونو کې ځای په ځای شوي دي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance