The news is by your side.

ډونالډ ټرمپ، شرمېدونکې ماتې مو وخوړه

خبريال وېبپاڼه: د امریکا د متحده ايالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو د څرنګوالي په هکله په جوبایډن باندې خپلو نیوکو ته دوام ورکوي.

ډونالډ ټرمپ نن په خپله يوه وينا کې وويل چې جوبایډن امریکا وشرموله او د افغانستان څخه په دې ډول د امريکايي ځواکونو وتل د یوې نړيوالې شرمېدلې ماتې په شکل ښکاره شول.

ده وویل چې د تا لبانو سره دده توافق بې قیده او شرطه نه و خو جوبایډن دا کار بدون له هېڅ قيد او شرط څخه ترسره کړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بيا وايی چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په هکله په خپله پرېکړه ندی پیښمانه، جوبایډن وويل چې د افغانستان څخه وتل بدون له بحران څخه ممکن نه و او په هر حال کې هلته يو بحران رامنځته کېده.

د جوبایډن په وينا چې د افغانستان لپاره د افغانستان پوځ جنګ نکوي، ولسمشر یې هېواد همداسی پرېږدي او د هېواد څخه تښتي نو د امريکا پوځ ولې هلته جنګ وکړي، جوبایډن هم ومنله چې اټکل يې نه وکړی چې افغان پوځ به د تا لبانو په وړاندې دومره ژر شړېږي.

ډونالډ ټرمپ بيا د امریکا په نړيوال حيثيت باندې هم خبرې وکړې او ويې ويل چې جوبایډن د امریکا نړیوال حيثيت ته زیان ورساوه، ده وويل چې له دې وروسته به هېڅوک د امريکا څخه ونه ډار شي.

دا يوازې ډونالډ ټرمپ ندی چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ددې ډول وتلو په هکله د امريکا د حيثيت په هکله اندیښنه څرګندوي، بلکې ډېری هېوادونه او د هغوی شننونکي د افغانستان څخه د امريکا دا ډول وتل يو ستر شرم بولي.

د چارو کارپوهان وايي چې ټول بايد اوس په دې باندې پوه سي چې د امريکا سره په يوه لاره باندې تلل کومه‌ګټه نلري او د لوبې په پايله کې امريکا صرف خپلې ګټې ګوري خپلی پښې سپکوي خپل متحدين په میدان باندې پرېږدي.

د افغانستان څخه ددا ډول وتلو وروسته د هغه هېوادونو سره اندېښنې زیاتې شوې دي کوم چې په امنیتي چارو کې‌د امريکا په‌ همکارۍ باندې زياته تکیه لري.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.