The news is by your side.

د برتانيا پخوانۍ صدراعظمه؛ ستره ماتې مو وخوړه

خبريال وېبپاڼه: د برتانیا پخوانۍ صدراعظمه ترزا می د اشرف غني د حکومت سقوط د بريتانيا د بهرني سياست يوه ترټولو لويه ماتې بللې ده.

ترزا می په خپلو څرګندونو کې ويلي دي چې دا د بريتانيا لپاره ترټولو ستره ماتې ده چې د اشرف غني د حکومت د سقوط مخه يې ونه نيوه.

هغه وویل چې د افغانستان د حکومت سقوط د درک وړ نه دی، دې زياته کړه چې موږ په لويه بریتانیا وياړو مګر‌ چېرته ده هغه لویه بريتانيا اوس د کابل په کوڅو کې؟ ترزا می نيوکه وکړه چې که موږ د امریکا د متحده ايالاتو د يوه طرفه پریکړو ننګه کوو نو د ناټو اړتيا څه ده.

د نوموړې په خبره چې برتانيا د یوه نظامي حل لارې په راپيدا کولو کې هسې ناکامه شوه ورسره یې د نورو ملګرو هېوادونو په ملاتړ هم داسې کوم ايتلاف او یووالی رامنځته نکړ چې د افغانستان د حکومت د ماتېدو مخنیوی وکړي.

ترزا می د بريتانيا او همدارنګه د امريکا د متحده ايالاتو د استخباراتو په رول هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې ايا ددوی استخبارات دومره ضعيف دي چې دداسې لنډ يو وضعيت وړاندوینه یې هم ونشوی کړی، دې وويل چې ايا د افغانستان د دولت څخه زموږ مالومات او پوهه دومره ضعیفه وه، د افغانستان دننه د وضعيت څخه زموږ پوهه دومره کمه وه، زموږ دا حس واقعي و که نه موږ صرف د امريکا څخه پيروي وکړه او داسې خيال مو وکړ چې په يوه شېبه کې به هرڅه سم شي.

دې وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې د ځواکونو د وتلو د نېټې د اعلان کولو وروسته په دې نېټه او موده کې د افغانستان د حکومت لپاره کافي ستونزې جوړې کړې ترڅو حکومت په ټول هېواد کنټرول ترلاسه نکړي، وروسته راحت کېناستل او صبر يې وکړ.

هغه د خپلو ځواکونو په هکله وويل چې هغه ټول پوځيان چې په افغانستان کې دنده ترسره کړې بايد خپل سرونه پورته ونيسي ځکه دوی هلته د خلکو په ژوند کې لوی مثبت بدلون رامنځته کړ.

مېرمن می وړاندې وويل چې سياسیونو پرېکړه وکړه چې افغانستان ته پوځيان ولېږي او اوس يې پرېکړه وکړه چې بېرته ددې هېواد څخه پوځيان راوباسي، د موجود وضعيت مسولین سياسیون دي.

ترزا می د امریکا په پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې هم نيوکه وکړه او ويې ويل چې هغه يو طرفه پرېکړه وکړه او دا ددې سبب شوه چې د افغانستان څخه ځواکونه ووځي، دې وويل چې جوبایډن صرف د ډونالډ ټرمپ پرېکړه عملي کړه.

لیکوال سید جمال ابراهیمي

Comments are closed.