The news is by your side.

تازه: چین کابل ته نظامي الوتکې استوي

خبریال ویب پاټه/ دا به لومړی ځل وي چې د چین له لوري داسې اقدام کیږي چې دا هېواد به کابل ته الوتکې واستوي چین چې د افغانستان ګاونډی هېواد هم دی د افغانستان اوسنیو حالاتو اغېزمن کړی.

کله چې امریکايي پوځیان له افغانستانه په وتلو پیل وکړ داسې راپورونه هم خپاره شول چې ښايي چین د اړتیا په صورت کې  افغانستان پوځیان هم واستوي خو چین خپله پریکړه د الوتکو پر لیږلو محدوده کړه.

په کابل کې د بهرنیو له خولې ترنیګلی حالت او د کابل هوايي ډګر څخه د بهرنیو اتباغو د ایستلو لړۍ لاهم روانه ده او امریکا اعلان کړی چې خپل وګړي جمه همکار افغانان او متحدین به له افغانستانه وباسي خو داسې ښکاري چې تراوسه لاهم  د ایستلو پروسه روانه ده.

چین په یوه تازه اقدام کې ویلي چې دوی هم افغانستان ته الوتکې استوي د چین دولت ویلي  چې دوی کابل ته د چاپاني وګړو د ایستلو لپاره الوتکې افغانستان ته استوي.

چاپآن هم د دې خبر تاید کړی د دې هېواد د کابیني یوه لوړ پوړي غړي کاسونونو کاتو په خپلو خبرې څرګندونو  کې خبریالانو ته وویل چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو د دې نظامي پروازونو له لارې چاپاني وګړي او خپل افغان همکاران له افغانستانه وباسي.

چاپان ویلي چې دوی خپل وګړي او خپل افغان همکاران چې د دوی او موسساتو سره يې کار کړی په منظمه توګه له دې هېواده باسي، له دې سره سره چې چاپان خپل وګړي او همکاران له افغانستانه باسي  هر بهرنی هېواد چې په افغانستان کې حضور درلود همداسې کوي چې د لیست په سرکې امریکا راځي.

د چین او ط البانو اړیکي

یوازي چین او څو نور هېوادونه د طالبانو لهل لوري د کابل د واکمن کیدلو له امله نه دي وار خطا چین ته د طالبانو د څو ځلې سفرونو له امله اوس دا هېواد هومره ډار لکه نوره نړۍ چې يې له طالبانو لري دوی يې نلري چین ان په افغانستان کې له طالبانو سره چې دولت به واک کې واخلي د همکارۍ خبره هم کړې، چین چې د امریکا سیال هېواد تل يې د امریکا مقابل طرف نیولی او غواړي په غیري مستقیم شکل سره ورته صدمه ورسوي

Comments are closed.