The news is by your side.

نړۍ ط البانو څاري ایا دوی په خپل ازمون کې بریالي دي

خبریال ویب پاڼه/ څو ورځې وړاندې ط البان په دې وتوانیدل ترڅو د ټول افغانستان کنټرول په انتقالي ډول تر لاسه کړي او له شلو کلونو مبارزې وروسته یو ځل بیا د کابل واکمن شي.

کله چې دوی د کابل واکمن کیږي ورسره سم زرګونه کسان له دې ښاره او افغانستانه د تېښتې هڅه کوي او په دې لټه کې دي چې ځان وژغوري خو پر همدې حال بیا ط البانو د خپل زیات تغیر خبره کوي او له خلکو يې دولتي کارکوونکو يې وغوښتل چې له هېواده ونه تښتي ځکه هېواد يې اړتیا لري چې ورته کار وکړي ط البانو ویلي ټولو دولت نظامي ملکي او له بهرنیو ځواکونو سره کارکوونکو ته یې عمومي بخښنه کړې او دوی کولای شي چې په خپل هېواد کې پاتي شي او ورته خدمت وکړي.

اوس تازه د امریکا ملي راډیو ان پي ار په یوه تازه رپوټ مې ویلي چې تر یوې اونۍ زیات وخت کیږي چې افغانستان د ط البانو تر ولکې لاندې شېبې تیروي او په دې هېواد کې ملکي مرګ ژوبله تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده راپور وايي په ښارونو  کې حالت ورو ورو عادي حالت ته ګرځي او خلک خپلو کارونو ته ستنیږي.

سرچینه وایي په داسې حال کې چې د ټولې نړۍ سترګې د دې ډلې کړنو ته متوجې دي خو داسې هیڅ څه نه شته چې او نه  هم رامنځ ته شوي دي چې له امله يې طالبان وځپل شي او یاهم وغندل شي.

که څه هم داسې راپورونه خپریږي خو لاهم له یو شمېر هېوادوالو سره چې ډيری برخه یې میرمنې او د تیر حکومت کارکوونکې دي ویره لري چې ط البان به ترې انتقام او واخلي او میرمنې وایي چې دوی ته د پخوا په شان ازادي ورنکړل شي ځکه نو د ط البانو د واکمنیدلو را په دې خوا د کابل هوايي ډګر له لارې ښځې ماشومان ځوانان او نور زرګونه وګړي له افغانستانه ووتل او د خپل خونديتوب تضمین يې وکړ، په داسې حال کې چې تیره ورځ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له افغانستان د هېواد والو تېښته ښه ونه بلله او په دې برخه کې امریکا ګرمه کړه خو خلک لاهم روان دي

Comments are closed.