The news is by your side.

امريکا د غني په وړاندې بل ناځوانه قدم‌ پورته کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر اوس په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي مګر‌ له تګ ناڅاپي تېښتې يې تراوسه پورې کابل او هېواد کړېږي، د اشرف غني د تېښتې سره داسې راپورونه خپاره شول چې ښکاره کوي ده د تېښتې په مهال د افغانستان د ملت له خزانې ۱۶۹ ميليونه امريکايي ډالر هم غلا کړي او له ځان سره يې تښتولي دي.

اوس تازه د امريکا په متحده ايالاتو کې د اشرف غني د محاکمې غوښتنه شوې ده، د امريکا د کانګرس ځينې غړي وايي چې اشرف غني بايد د ۱۶۹ ميليونه د غلا کولو او تښتولو په تور باندې محاکمه شي.

د اشرف غني له لوري د ۱۶۹ ميليونو امريکايي ډالرو د تښتولو ادعا د معتبرو کورنیو او نړیوالو رسنیو له لوري شوې ده او د ارګ څخه ځينې غني شاهدانو هم دې منلې ده چې غني د تېښتې په وخت کې په زياته اندازه پيسې د ځان سره يووړې.

د امريکايي رسنيو د راپورونو په بنسټ ددې هېواد د کانګرس ځينې غړو لاس سره يو کړ دی او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته یې يو ليک استولی دی، په دې ليک کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتل شوي چې د غني له لوري د ۱۶۹ ميليونه ډالرو د تښتونې مسله باید ټولې نړۍ ته واضح شي.

داسې ښکاري چې د امريکا کانګرس په دې مسله کې جدي دی او د اشرف غني لوی شرم د نړيوالو په وړاندې ثابتوي، د کانګرس يوه غړي جیمز کامر د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ته شپږ ورځې وخت ورکړی دی چې ددې مسلې د سپيناوي چارې زر بشپړې او ددوی سره شریکې کړي.

د کانګرس دغو استازو ويلي دي که چېرې دا حقيقت وي او ثابته شي چې اشرف غني له افغانستان څخه دومره پيسې تښتولې دي نو دا پيسې بايد بېرته افغانستان ته ورکړل شي او ورسره اشرف غني ددې جرم په تور باندې محاکمه شي.

د پيسو د وړلو اړوند اشرف غني تېره اونۍ په یوه پیغام کې ويلي و چې هیڅ فرصت یې نه درلود يو ناڅاپي وتښتېده او روپۍ یې نه دي وړې، خو د هېواد د بهرنيو چارو وزارت څخه سرچینې وايي چې غني يوه اونۍ وړاندې خپل ديپلوماتيک پاسپورت غوښتی و او تېښتې پلان یې درلود.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.