The news is by your side.

راشه پټ په غوږ کې درته ووایم/ عمران پوتین ته څه وویل؟

خبریال ویب پاڼه/ په ټوله نړۍ کې اوس افغانستان د خبرونو سرټکی ګرځیدلی چې دا هرڅه د پاکستان له  امله شوي دې هېواد تل په افغانستان کې د نیابتي جګړې ملاتړ کړی.

پاکستان له دې وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان په هکله خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوي خو هیڅ تغیر يې ور نکړ ولې اوس چې طالبان واک ته ورسیدل نو يې سمدلاسه خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکړ او په ښو کارونو شول.

اوس تازه عمران خان د افغانستان په هکله د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره خبرې کړې او پر مهمو بدلونونو او مسایلو باندې يې ورسره بحث کړی دی.

دا خبرې ټلیفوني وې او دواړو لورو پر دې ټینګار کړی چې باید ټولشموله حکومت په افغانستان کې رامنځ ته شي تر دې وړاندې پاکستان او روسیې په افغانستان کې د امارت د بیا راتګ مخالفت کړی.

پاکستان اوس  دوست شوی؟

پاکستان په دوه مخې توب کې د ټولې نړۍ په کچه ساری نلري کله چې طالبانو کابل تر خپل کنټرول لاندې راوست ورسره سمدلاسه پاکستان په منافقت  سره د ټلوالې یو شمېر مشران وغوښتل او همدارنګه يې له بنده د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا رسول هم خوشي کړ ترڅو د طالبانو په مقابل کې یو دریځ رامنځ ته شي.

اوسمهال طالبان کوښښ کوي او داسې ورته ښکاري چې دوی د ازمون دوره کې دي او په هره برخه کې خورا احتیاط کوي، ځکه د پنجشیر مسله کې دا څو یمه ورځ ده چې د جګړې  پر ځآی یې  مذاکرات غوره کړي دي دا ډله وايي تغیر يې کړی او په افغانستان کې  د یوه ټولشموله حکومت د رامنځ ته کیدلو په لټه کې دي او هرڅوک به د دوی  د حکومت  په هسته کې ځان وویني.

پاکستان له همدې کړنې ډار لري او غواړي د طالبانو په مقابل کې یو ځواک رامنځ ته او بیرته د افغانستان حالت خراب کړي خو داسې ښکاري چې پاکستان په خپله دې موخه کې  ناکام دی خو ښايي بیا بیا هڅه هم وکړي.

پاکستان به هیڅ کله دوست نه شي ځکه نو طالب ته په کار دي چې د دې مکار هېواد په وړاندې خپل چمتوالی ونیسي او پرې نه ږدي  چې د دوی ډله دړې وړې کړي

Comments are closed.

koi finance