The news is by your side.

چاپان د راتلوونکې افغانستان په اړه خپل مهم اعلان وکړ

خبریال ویب پاڼه/ چاپان هغه هېواد دی چې تر دې وړاندې يې هم له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کړې او اوس  تازه يې یوځل بیا د مرستې ټټبر ډبولی.

تر یوې اونۍ زیاته موده کیږي چې  طالبان د افغانستان او کابل  واکمن شوي او نړیوال هېوادونه اوس د افغانستان په هکله بیلابیل نظریات لري خو په دې هېواد کې لویه خبره داده چې نا امني او جګړه پای ته رسیدلې.

اوس تازه د چاپان لومړي وزیر د افغانستان په هکله خوله خلاصه کړې خو دا خوله خلاصیدن يې په خیر سره کړې، هغه د افغانستان راتلوونکې ته هیله مندي ښودلې.

د چاپان لومړي وزیر یوشیهیدي سوګا د افغانستان په هکله په لومړي غبرګون کې ویلي چې د افغانستان بیا رغورنه او ثبات د چاپان په ګټه دی او د جوړ افغانستان په شتون کې د دې هېواود ملی ګټې هم خوندي کیدلی شي.

چاپان ویلي چې په خپله هم د افغانستان د بیارغونې او نورو برخو کې ونډه اخلي او له خپله طرفه به د افغانستان سره د نورو هېوادونو د مستو پر ادامه او بیا رغونه هم همکاري وکړی.

ده د افغانستان په اړه وویل چې د ژر تر ژره ثبات غوښتنه يې کوي او  له خپله طرفه به د افغانستان سره مرستو ته ادامه ورکړي او ورسره به پاتي شي.

اوس مهال په افغانستان کې طالبان واکمن دي او تمه ده چې ډیر ژر به د یوه ټولشموله حکومت د رامنځ ته کیدلو څرک ولګیږي نړۍ وایي چې دوی  په افغانستان کې د زور له لارې د حکومت  د رامنځ ته کیدلو هیڅ ملاتړ ونکړي او نه به یې هم په رسمیت وپیژني.

ط البانو ویلي چې دوی په افغانستان کې د واک انحصار نه کوي او غواړي چې د افغانستان له ټولو قومونو لورو او اقلیتونو جوړ حکومت رامنځ ته کړي.

خو تراوسه پوري په وزارتونو او نورو دولتي چوکیو لپاره د طالبانو د ګمارنو  له هڅې داسې ښکاري چې تر ډیره بریده به یې حصه د طالبانو وي هغوی یو شمېر مهمو وزارتونو ته پخواني تجربه کاره کسان چې تر اوسه د دوی په لیکو کې وو، په دندو ګمارلي دي

Comments are closed.