The news is by your side.

افغانستان ته د امریکا ښه نیت او ښه خبرونه

خبریال ویب پاڼه/ ویل کیږي چې  د امریکا د خزانې وزارت د خپلو ټولو پریکړو څخه پر شا شوی او ښايي د افغانستان په هکله ډیر ښه نیت ولري او داسې برېښي چې  هرڅه به سم شي

داسې برېښي چې د امریکا د خزانې وزارت له لوري مرستندویه او د بشري برخې نهادونو او  سازمانونو ته د فعالیت لپاره اجازه ورکړې او له دې وروسته دا نهادونه ښايي چې مخ ته ولاړ شي.

دا وزارت د دې ترڅنګ چې بشري او مرستندویه سازمانونو ته یې اجازه ورکړې ترڅو فعالتیت وکړي پر ط البانو باندې د لګول شویو بندیزونو ارزونه هم کوي.

دې وزارت په خپل یوه بیان کې په افغانستان کې د بشري وضعیت پر تړاو دا پریکړه کړې او زیاته کړې يې ده که چیري بشري او مرستندویه نهادونه خبل فعالیت پيل نکړي نو دا هېواد به له یوه ستر بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شي.

امریکا وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱زیږدیز کال کې چې کله القاعدې پر امریکا ستر بریدونه ترسره کړل نو دې هېواد پر طالبانو یو لړ بندیزونه ولګول او همدارنګه يې خیره نهادونه له دې ډلې سره له کار کولو را وګرځول خو اوس د دې بندیزونو ارزونه کیږي ترڅو د ناورین مخه پرې ونیول شي.

له دې سره ترخوا چې امریکا پر ط البانو باندې تر دې وړاندې بندیزونه لګولي وو، اوس پر افغانستان یو شمېر مالي محدودیتونه هم وضعه کړل او د افغانستان بانګ میلیاردونه ډالر يې بلاک کړي دي چې دا هم د افغانستان د بحراني کیدلو طرف ته د مایل کیدلو لوی لامل دی.

تراوسه پوري افغانستان کې جګړه ختمه شوې ولې د خلکو ترمنځ لوږه بې کاره او کم اقتصاد د یوې بلې فاجعې دروازه خلاصوي او عام خلک دې چارې ته زیات اندېښمن دي،  خو تراوسه پوري د طالبانو د واکمنۍ څه کم دوې اونۍ پوره کیږي خو د یوه نوي حکومت پر تشکیل لاهم څوک نه دي توانیدلي چې د افغانستان د راتلوونکې لپاره نظام جوړ او هرڅه پر ځای کړي تر اوسه پوري دې اندېښنو ته ځوابونه هیچا هم نه دي ویلي یوازي ط البانو دا ویلي چې د افغانستان د نوي نظام د جوړیدلو په هکله خبرې روانې دي او نوی حکومت به رامنځ ته شي

Comments are closed.

koi finance