The news is by your side.

جوبایډن د افغانستان په هکله مهمه اعلان وکړ

خبريال وېبپاڼه: د کابل د خونړۍ پېښې وروسته د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د امريکا بيرغ به ددریو ورځو لپاره نيمه ځوړند وي، ده وويل چې په افغانستان کې به خپل ماموريت خامخا پای ته رسوي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن پخپله وينا کې د امريکا پوځیان وستايل او ويې ويل چې کله له دوی څخه پوښتنه وشوه چې دې ماموريت ته څوک تيار دي نو هر يو یې په ډېر زړورتوب سره لاس اوچت کړ چې زه تيار يم.

تېره ورځ په کابل کې د رامنځته شوې پېښې په ترڅ کې ۶۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۴۰ نور ټپيان شول، د مړيو او ټپيانو شمېر د بدلېدو په حال کې دی، د افغانانو هخوا په دې چادونو کې ۱۴ امریکايي پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۰ نور ټپيان شول.

د کابل په هوايي‌ ډګر برید داعش په غاړه واخیست، د کابل هوايي ډګر په دې ورځو کې د امريکا د متحده ايالاتو له لوري چلول کېږي او امريکا خپل پوځيان، اتباع او خپل افغان همکاران په چټکۍ له افغانستان څخه وباسي.

د کابل په هوايي ډګر کې رامنځته شويو بریدونو په هېواد کې دننه او بهر اندېښنې زياتې کړې دي، وروسته له هغه چې طا لبانو په افغانستان کې د قدرت چارې په لاس کې واخیستې دا لومړۍ تروريستي پېښه ده چې په افغانستان کې رامنځته کېږي.

خو طا لبان وايي د هوايي ډګر کنټرول د امريکا په لاس کې دی، په ځانګړي ډول په کومه برخه کې چې چادونه شوې ده هغه په ځانګړي ډول امريکا ساتي، نو مسوله یې امریکا ده.

په هېواد کې دننه ځینې شننونکي په دې اند دي چې دا برید پخپله د امريکايي استخباراتو کار دی، دا شننونکي داعش په افغانستان کې د امريکايي استخباراتو یوه پروژه بولي او هغه اندېښنې ردوي چې ګواکي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د بشپړ خروج وروسته به د طا لبانو په وړاندې داعش ډله بريدونه ترسره کوي.

د پوهنتون ښوونکی او د مسير ورځپاڼې مدير مسول اسد وحیدي وايي چې داعش د امريکا د استخباراتو پروژه ده، کله چې د هوايي ډګر څخه د امريکايانو وتل بشپړ شي نو ورسره به ددوی استخباراتي ځواک هم دلته ختم شي او بيا دا به ډول کوم داعش شتون ونلري.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.