The news is by your side.

د افغان هوايي ځواک د الوتکو د تښتولو شویو الوتکو برخلیک به څنګه وي؟

خبریال ویب پاڼه/ دوې اونۍ وړاندې د نورو ولایتونو ترڅنګ کابل هم د ط البانو تر کنټرول لاندې راغلی او د افغانستان واکمن شول چې ورسره سم له هېواد د یوه شمېر پخوانیو نظامیانو د تښتي لړۍ هم پیل شوه.

دې نظامیانو له دې سره سره چې په خپله هم تښتیدلي یو شمېر تجهیزات او د هوايي ځواک الوتکې هم له ځان سره وړې دي اوس ازبکستان ته د افغان ځواکونو د الوتکو د تښتولو خبرونه ورکول شوي.

تراوسه پوري ط البانو د افغان هوايي ځواک د الوتکو په هکله څه نه دي ویلي او نه هم د دې الوتکو د سرنوشت په هکله څه ویل شوې خو زیات شمېر الوتکې اوس دې هېواد کې دي.

یوه امریکايي څېړنیز مرکز په دې اړه په یوه راپور کې خبر ورکړی چې د افغانستان لسونه الوتکې د ازبکستان په یوه هوايي ډګر کې لیدل شوې او هلته درول شوې دي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په څو خپاره شویو انځورونو کې دا دعا کړې دا انځورونه د سپوږمکیو له لوري اخیستل شوي او دوی دا قضیه راپور کړې او په خپل دې راپور کې يې ویلي چې د افغانستان د هوايي ځواک یو شمېر الوتکې د ازبکستان د ترمز نړیوال هوايي ډګر په تم ځای کې  تر سترګو شوې دي، دا انځورونه د روان میاشتي په شپاړسمه نېټه تر لاسه شوي وو.

یاد مرکز دخپل راپور پر بنسټ زیاته کړې چې په دې الوتکو کې ای ۲۰۹ سوپر ټوکانو، ام ای۲۵ او یو ام ۶۰ چورلکې شاملې دي چې انځورونه يې د ازبکستان په یوه هوايي ډګر کې تر لاسه شوي دي.

تر اوسه د دې  الوتکو د لیږد په هکله ضد او نقص راپورونه موجو دي خو د نړیوالو راپورونو پر اساس ویل شوي چې ښايي دې الوتکو افغان عسکر لیږدول چې  د پنا غوښتنې په لټه کې وو.

د سرچینوپه حواله د دې الوتکو او چورلکو شمېر  ښايي ۴۶ ته ورسیږي او همدرانګه کله چې طالبان د کابل واکمنان کیږي نو د پوځ اته چورلکې پنجشیر ولایت ته انتقال کیږي.

تراوسه طالبانو په رسمي ډول د دې الوتکو په هکله څه نه دي ویلي خو عام افغانان په دې نظر دي چې د افغان هوايي ځواک الوتکې باید بیرته راستنې شي.

Comments are closed.