The news is by your side.

د امريکا پخوانی سفير: نوې جګړه په دروازه کې ده

خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی سفير رايان کروکر وايي په افغانستان کې لا زيات تاوتریخوالی او حملې د پېښېدو په حال کې دي/ رامنځته کېدونکې دي.

ښاغلي کروکر د سي اېن اېن سره پخپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان څخه د امريکا د وتلو وروسته په نورو هېوادونو کې هم توندلاري تشويق شوي دي او د افغانستان پېښې به يوازې په افغانستان کې پاتې کېږي بلکې په نورو هېوادونو کې به هم ناوړه پېښې رامنځته شي، ده زياته کړه چې همدا اوس القاعده، داعش او د پاکستان د طا لبانو ډلې د تقویې په حال کې دي.

د امريکا پخوانی سفیر په داسې حال کې د نوې جګړې او تاوتريخوالي خبر ورکوي چې تېره ورځ د کابل هوايي په‌ دروازه کې د رامنځته شوې چادونې له کبله تر ۹۵ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ د يونيم سلو زیات ټپيان شول او ورسره ۱۳ امريکايان مړه او ۲۰ ټپيان شول.

د کابل د هوايي ډګر د پېښې مسوليت د داعش ډلې په غاړه واخيسته، مګر مخکې تر دې چې د چادونې مسولیت داعش په غاړه واخلي د امريکا ددفاع وزرات ويلي و چې په لوی احتمال بريد دداعش ډلې ترسره کړی دی.

د افغانستان لپاره د امريکا دغه پخواني سفير وړاندې په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان ځمکه د تروریستانو لپاره ښه حاصل ورکوي او دغلته تروريستان زر وده کوي، ده زياته کړه دا ډلې به د کابل د پنجشنبې د ورځې غوندې بريدونه ترسره کړی شي.

رایان کروکر چې د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ او بيا د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ م کلونو ترمنځ په افغانستان کې د امريکا سفير و وړاندې وايي چې په اوس وخت کې طا لبان په ټول افغانستان کې نه دي حاکم، طا لبان د ټول افغانستان کنټرول پخپل لاس کې نلري.

طا لبانو په کابل کې رامنځته شوی برید يو ترورستي برید وباله او ويې ویل چې دا برید په هغه دروازه کې رامنځته شوی دی چې امنيتي چارې يې د امريکايي ځواکونو په غاړه وې.

د یادونې وړ ده چې د امريکا ولسمشر جوبایډن ويلي دي چې ددې برید مسولین پیژني او هرومرو به ورڅخه غچ اخلي.

لیکوال سید جمال ابراهیمي

Comments are closed.