The news is by your side.

اردوغان: افغانستان چټک پرمختګ ته اړتیا لري

خبريال وېبپاڼه: د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايی چې افغانستان اړتیا لري ترڅو سمدلاسه په پښو ودرېږي او چټک په حرکت پيل وکړي.

ده وويل چې ترکيه تياره ده ددې مقصد د پاره کېدو لپاره د افغانستان سره په هره برخه کې هر ډول مرسته ترسره کړي، بس کافي ده چې د افغانستان لوری دا هرڅه وغواړي او پيل وشي.

تر دې وړاندې د طا لبانو وياند سهيل شاهين هم ويلي و چې د هرڅه زيات ترکیې ته اړتيا لري او د ترکیې د بريا له تجربو څخه غواړي استفاده وکړي‌، خو طا لبانو ته نېږدې سرچينې په دې باور دي چې طا لبان د ترکیې د پوځي مرستې سره چندان علاقه نلري بلکې غواړي چې د ترکیې څخه د افغانستان په پرمختګ او اقتصادي برخه کې مرستې ترلاسه کړي‌.

تېره ورځ داسې خبرونه خپاره شول چې ترکیې او طا لبانو توافق کړی دی چې د کابل هواي ډګر تخنيکي چارې به ترکيان او قطر په ګډه مخته وړي او ورسره به ددوی چارې يو شخصی امینتي کمپنۍ ساتي، ددې په بدل کې ترکيه د طا لبانو اسلامي امارت په رسميت سره پېژني.

تراوسه پورې په دې هکله نه ترکيې خپل وروستی دریځ اعلان کړی دی او نه طا لبانو، خو ښکاري داسې چې طا لبان به د ترکیې پوځي حضور په هېڅ شکل ونه مني، د بل لوري ترکيه په دې هڅه کې ده چې د پوځي حضور په هکله يوه متوسطه لاره ومومي.

تر دې وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ويلي و چې طا لبانو له دوی څخه د هوايي ډګر د تخنیکي برخې په هکله مرسته غوښتې ده او ويلي يې دي چې امنيت به پخپله طا لبان نيسي.

د ترکيې ريس جمهور همدارنګه ويلي دي چې دوی د طا لبانو سره په تماس کې دي او د افغانستان په هکله به د نړیوالې ټولنې سره يو ځای حرکت کوي.

رجب طیب اردوغان مخکې له دې چې طا لبان په افغانستان کې بريا ترلاسه کړي هغوی ته اشغالګر ويلي و او زياته کړې يې وه چې طا لبان باید د خپلو مسلمانو وروڼو د خاورې د اشغال کولو څخه لاس واخلي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.