The news is by your side.

امريکا په کابل کې د خپل سفارت په هکله مهم اقدام وکړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته چې تمه ده سبا په بشپړ ډول د کابل د هوايي ډګر څخه هم ووځي ترټولو مهمه مسله داده چې ددوی سفارت به په کابل پرانيستی پاتې شي او که نه دوی به خپل سفارت په بشپړ ډول وتړي.

په دې اړوند د سپینې ماڼۍ څخه يوه معتبر چارواکي امریکايي رسنیو ته وویل چې دوی همدا اوس هم په کابل کې ځینې ديپلوماتان لري، او که چېرې د طا لبانو رویه سمه وي نو دوی تيار دي چې خپل سفارت په کابل کې پرانيستې پرېږدي، هغه وويل چې په کابل کې د سفارت خلاص پاتې کيدل د طا لبانو په کړنو پورې اړه لري.

د بل لوري بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن امريکايي رسنيو ته ويلي دي چې داسې ښکاري چې کابل کې به ددوی سفارت وتړل شي، دغه امريکايي رسنيو د بهرنيو چارو د وزرات په قول ليکلي دي چې کېدی شي دوی د افغانستان لپاره په یوه بل هېواد کې يوه ځانګړې برخه پرانيزي.

په کابل کې د امريکا سفارت پرانيستل او خلاص پاتې کېدل د طا لبانو لپاره د سياسي مشروعيت لپاره ډېر زيات مهم دي، ځکه که چېرې امريکا دلته خپل سفارت پرانیستی پریږدي نو تر ډېره دا خبره جوتېږي چې دوی به نوی حکومت په رسمیت وپیژني او د امريکا له لوري ددوی د حکومت په رسميت پېژندل به په دې مانا وي چې د نړۍ نور هېوادونه به سمدلاسه طا لبان په رسمیت وپېژني.

يا کېدی شي چې امريکا هم د فرانسې غوندې پرېکړه وکړي، فرانسې ويلي دي چې دوی په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پریږدي خو دا په دې مانا نده چې دوی د طا لبانو نوی جوړېدونکی حکومت په رسميت وپېژني.

همدا اوس په کابل کې د ځینې هېوادونو سفارتونه شتون لري، چين، ترکيه، روسیه، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ايران هغه هېوادونه چې په کابل کې خپل سفارتونه لري.

معلومه نده چې نړيوال به د طا لبانو له لوري جوړېدونکی حکومت ژر په رسمیت وپیژني که وروسته، خو ټوله نړۍ په دې قانع ده چې د طا لبانو سره اړیکې لري، د نړۍ مشران وايي چې د طا لبانو د نوی حکومت چلند به څاري او په همغه ډول به پرېکړه کوي.

لیکوال سید جمال ابراهیمي

Comments are closed.